د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه: په برما کې د بشري حقونو سرغړونکو سره باید حساب وشي


په بنگله دیش کې روهینگیایي مهاجر
په بنگله دیش کې روهینگیایي مهاجر

اروپایي کمیسیون د دوشنبې په ورځ(اګست۲۷) د روهینگیایي مسلمانانو په وړاندې د برما د پوځ د چلند په غبرگون کې وویل "هغوی چې د بشري حقونو نه یې جدي او په سیستماتیکه توگه سرغړونې کړي باید ورسره حساب وشي".

د اروپایي ټولنې یو ویاند ویلي دي چې ټاکل شوې ددې ټولنې استازي په روانه اونۍ کې د روهینگیایي مسلمانانو په وړاندې د برمایي پوځیانو د چلند په اړه د ملگرو ملتونو د رپوټ له لیکونکو سره د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې وگوري.

ملگرو ملتونو رپوټ ورکړې چې د برما پوځیانو د روهینگیایي مسلمانانو "د نسل وژنې نیت" درلودلی دی.

اروپایي ټولنه پداسې حال کې دا خبره کوي چې اوس هم څه دپاسه ۷۰۰۰ روهینگیایي مسلمانان په بنگله دیش کې د مهاجرو په کمپونو کې ژوند کوي. دغه روهینگیایان د برما د راخین ولایت نه د برمایي پوځیانو د تاوتریخوالي له وجې تښتیدلي دي.

د برما مقاماتو د روهینگیایي مسلمانانو پر وړاندې د بشري حقونو نه د سرغړونو رپوټونه رد کړي او ویلي یې دي چې دوی یواځې سخت دریځه روهنگیایان ځپلي دي.

د ملگرو ملتونو په رپوټ کې راغلي چې د برما لوړپوړی پوځي قوماندان او د هغه هیواد پنځه جنرالان باید د روهینگیایي مسلمانانو په وړاندې د "سختو جرمونو" د سازمان کولو په وجه د عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي.

دوه ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چې د امریکا متحده ایالات به د هغو کسانو سره حساب کتاب کولو ته دوام ورکړي چې په برما کې د روهینگیایي مسلمانانو د "ناوړه نژادي تصفیې" مسؤل دي.

مایک پمپیو د یکشنبې په ورځ (اګست۲۶) په ټویټر کې ولیکل "یو کال دمخه د وسله والو له خوا د مرگونو بریدونو وروسته امنیتي قواو په برما کې د روهینگیایانو په ناوړه نژادي تصفیې لاس پورې کړ".

ښاغلي پمپیو همداشان لیکلي "د امریکا متحده ایالات به ټولو هغو کسانو سره حساب کتاب ورکړي چې {د روهینگیایي مسلمانانو په قومي تصفیې} کې دخیل دي. د برما پوځ باید بشري حقونو ته درناوی وکړي او پریږدي چې په برما کې دموکراسي بریالۍ شي."

XS
SM
MD
LG