د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي خبریال د برما له زندان څخه خوشې شو


امریکایي خبریال شاوخوا ۶ میاشتې په برما کې بندي و.
امریکایي خبریال شاوخوا ۶ میاشتې په برما کې بندي و.

امریکایي خبریال ډني فنسټر چې نږدې شپږ میاشتې په برما کې بندي و او ۱۱ کاله د بند او سخت کار سزا ورته ټاکل شوې وه، دوشنبه نومبر ۱۵ (لړم۲۴) خوشې او د خپل کور په لور روان شو.

دغه خبریال د امریکا یو پخواني دیپلومات بل رچرډسن ته چې د هغه د خوشې کیدو لپاره یې د برما د پوځي چارواکو سره خبرې اترې کولې، وسپارل شو.

ښاغلي رچرډسن په یوې اعلامیې کې لیکلي، "خوښ یو چې ډني به بالاخره د خپلو عزیزانو سره یو ځای شي".

د برما د پوځ یوه ویاند هم امریکا غږ ته د ښاغلي ډني خوشې کیدل تائید کړي.

ډني فنسټر د فرنټیر میانمار په نامه د یوې آنلاین مجلې مسؤل مدیر و چې دفتر یې د رنګون په ښار کې دی. هغه د مۍ د میاشتې د ۲۴ مې نیټې راپدیخوا په برما کې بندي و. چارواکو دا خبریال هغه وخت د یانګون په هوایي ډګر کې ونیوه چې غوښتل یې متحده ایالاتو ته ولاړ شي.

پدې خبریال تور و چې د ناسمو معلوماتو په خپرولو سره یې خلک پارولي دي.

پدې امریکایي خبریال همدارنګه د مخالفو ډلو سره د غیر قانوني ډلو سره د اړیکو نیولو او د ویزې د قوانینو نه د سرغړاونې تورونه لګیدلي و خو وروسته بیا په ترهګرۍ او خیانت هم تورن شو.

د ښاغلي ډني مدافع وکیل وایي د برما پوځ پدې باور و چې هغه لا هم په برما کې د مجلې لپاره کار وه، پداسې حال کې چې د فبروري په میاشت کې کله چې پوځ کودتا وکړله او واک یې په لاس کې واخیست ددې مجلې تر څنګ یې ګڼ شمیر مطبوعاتي ادارې وتړلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د دې امریکایي خبریال د خوشې کیدو د هرکلي تر څنګ د بهرنیو چارو د وزارت هغه ډله ستایلې چې د ښاغلي ډني د خوشې کیدو لپاره یې هلې ځلې کړي.

ښاغلي بلنیکن په یوې اعلامیې کې لیکلي، " دا چې ډني به ژر د خپلې کورنې سره یو ځای شي، خوښ یم او همدارنګه په برما کې د نورو کسانو د خوشې کیدو غوښتنه هم کوې چې په ناحقه بندیان دي".

د برما پوځ د کودتا نه وروسته د دې امریکایي خبریال په ګډون شاوخوا ۱۲۶ خبریالان نیولي او بندیان کړي. ملګري ملتونه وایي چې لا هم په هغه هیواد کې ۴۷ خبریالان او د مطبوعاتو کار کوونکي د پوځ سره بندیان دي.

XS
SM
MD
LG