د لاس رسي وړ اتصالات

اسد: اردوغان د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ د جګړې پیلوونکی دی


د سوریې ولسمشر بشارالاسد وايي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړې ته لمن وهي.

ښاغلي اسد د روسیې خبري آژانس سره په مرکه کې پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، وویل چې له سوریې څخه ناګورنو قره باغ ته جنګیالي استول کیږي.

ترکیې تراوسه د ښاغلي اسد پر خبرو غبرګون ښودلی نه دی، خو په دغې جګړې کې یې هر راز لاس لرل رد کړي او هغه یې آوازې بللې دي.

خو انقرې له آذربایجان څخه ملاتړ اعلان کړی دی او غواړي چې ارمنستان له ناګورنو قره باغ څخه ووځي.

همدا شان ترکیې د قفقاز سویل ته د جنګیالیو د لیږلو تورونه هم رد کړې دي، تر دې مخکې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ترکیه تورنه کړې وه چې د ناګورنو قره باغ سیمې ته جهادیان استوي.

په ناګورنو قره باغ کې نښتې

د رپوټونو پر اساس د آذربایجاني او ارمنستاني ځواکونو ترمنځ په تازه نښتو کې چې د سپتمبر په ۲۷ نیټه پیل شوې دي، لږترلږه ۲۵۰ کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي.

د نړیوالې ټولنې د غوښتونو څخه وروسته، د ناګورنو قره باغ سیمه نن سه شنبه د اکتوبر ۶ ( تلې ۱۵) یو څه آرامه وه.

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت د بیړني اوربند ټینګیدو غوښتنه کړې ده، او زیاته کړې ده چې له هر ډول پوځي حل لارې څخه به مخنیوی وکړي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یاور ستیفن بیګان د آذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره په جلا جلا توګه خبرې کړې دي، او له دواړو یې غوښتي چې پر بیړني اوربند او مذاکراتو پر پیلیدو هوکړه وکړي.

ټاکل شوې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو نن په باکو کې د آذربایجان له ولسمشر الهام علییوف سره وګوري.

له ۱۹۹۰ او د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو څخه وروسته د آذربایجاني او ارمنستاني ځواکونو ترمنځ جګړې شوې دي.

ارمنستاني بیلتون غوښتونکو په کال ۱۹۹۰ کې په یوې خونړۍ جګړه کې چې پکې ۳۰ زره کسان ووژل شول، د ناګورنو قره باغ سیمه لاندې کړه.

د ناګورنو قره باغ سیمې اکثره اوسیدونکي ارمنیان دي، خو دا سیمه په بشپړه توګه آذربایجان کې موقعیت لري.

XS
SM
MD
LG