د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني نمیبیا ته د ډله ایزې وژنې یونیم میلیارد ډالر تاوان ورکوي


یو شمیر قومي مشرانو د جرمني د حکومت وړاندیز ندی منلی.
یو شمیر قومي مشرانو د جرمني د حکومت وړاندیز ندی منلی.

په نمیبیا کې قبایلي مشران وایي د جرمني لخوا د شلمې پیړۍ په سرکې د لسګونو زرو کسانو قتل د ډله ایزې وژنې په توګه تر منلو وروسته دوي موافقه کړې چې ۱.۳ ملیارده ډالر تاوان ومني.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ ژمنه کړې وه چې هغو ټولنو سره د مرستې په خاطر پروژو ته ۱.۱ ملیارد یورو ورکوي چې خپل خپلوان یې د ۱۹۰۴ کال نه نیولې تر ۱۹۰۸ پورې کله چې په نمیبیا کې د جرمني ښکیلاک و، وژل شویدي.

د بهرنیو چارو وزیر په اعلامیې کې د قربانیانو نه د بښنې غوښتنه هم کړې وه.

قبایلي مشران وایي د جرمني غوښتنه یې منلې خو وایي چې په خبرو اترو کې ښایي دا حالات نور هم بدل شي.

د ناما او اواهایریرو د شورا مشرانو ویلي، " پریکړه مو وکړله چې د جرمني حکومت وړاندیز د پیسو په خاطر نه بلکې د خپل حیثیت پر ځای کیدو په خاطر ومنو."

د مشرانو په اعلامیې کې ویل شوي چې دا پروسه "هیڅ وخت د پیسو لپاره نه وه او نه به په راتلونکې کې وي. "

په همدې حال کې یو شمیر قومي مشرانو د جرمني د حکومت دا وړاندیز رد کړی او زیانمنو شویو ټولنو ته یې د راتلونکو ۴۰ کالونو په مودې کې د ۴۸۷ ملیارد یورو تاوان یې غوښتنه یې کړي.

تاریخپوهان وایي د جرمني د پوځ جنرال لوتار وون ټروتا چې نمیبیا ته د هیریرو د خلکو د پاڅون د ځپلو لپاره استول شوی و، خپلو عسکرو ته یې امر کړی و چې ټول قوم له یوې مخې ختم کړي.

دغه تاریخ پوهان وایي اکثریت وژل شوي کسان د هیریرو قبیلې خلک و. د دې قبیلې ۶۵ زره او ۱۰ زره د ناما قبیلې خلک ووژل شول.

XS
SM
MD
LG