د لاس رسي وړ اتصالات

پلوسي: امریکا نه غواړي افغانستان بیا د تروریستانو په مرکز بدل شي


د امریکا د کانګرس مشره له ولسمشر غني سره د لیدنې پرمهال
د امریکا د کانګرس مشره له ولسمشر غني سره د لیدنې پرمهال

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس مشره نانسي پلوسي وايي، امریکا هېڅ کله نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو په مرکز بدل شي.

اغلې پلوسي افغانستان ته د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې تېره شپه د اکتوبر پر ۲۱مه «»تلې ۲۸مه له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره جلا جلا کتونو کې د افغان سولې پر بهیر، ټاکنو، له تروریزم سره پر مبارزې او د افغان مېرمنو پر لاسته راوړنو خبرې کړي دي.

د ارګ د بیان له‌مخې اغلې پلوسي له ولسمشر غني سره لیدنه کې ویلي:"په افغانستان کې زموږ د حضور دلیل دا دی چې یو وخت طالبان په دغه هیواد کې د هغو تروریستانو کوربه وو چې پر موږ يې برید وکړ او موږ هیڅکله نه غواړو چې افغانستان دوباره د تروریستانو پر ځاله بدل شي."

ولسمشر محمد اشرف غني هم له اغلې پلوسي سره لیدنه کې، داعش ډله افغانستان او امریکا ته جدي ګواښ بللی او زیاته کړې ده چې طالبانو په افغانستان کې تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

ښاغلي غني په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په امنیتي برخه کې د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

ښاغلي غني ویلي:"په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د حضور د نوعیت څرنګوالی د دواړو هیوادونو ترمنځ په لاسلیک شویو تړونونو پورې اړه لري او په راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور د څرنګوالي د هر تصمیم په اړه بحث وشي."

پلوسي له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د لیدنې پرمهال
پلوسي له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د لیدنې پرمهال

اغلې پلوسي له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم کتنه کې پر ټاکنو، سولې او امنیتي مسائلو باندې خبرې کړي دي:"موږ غواړو، چې په افغانستان کې سوله ستاسو په مالکیت او مشرۍ رامنځته شي، امنیت رامنځته شي، د افغانستان اقتصاد ښه شي، او افغانان په امنیت کې ژوند وکړي."

د اجرائیه ریاست د بیان له‌مخې د امریکا د کانګرس مشرې د افغان ولسمشریزو ټاکنو له تر سره کېدو د هرکلي ترڅنګ په دغه بهیر کې پر شفافیت ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هم افغانستان ته د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې له ولسمشر غني سره وکتل.

دا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تر پای ته رسېدو وروسته چې تر دامهاله یې لا پایلې نه دي اعلان شوي افغانستان ته د دریم لوړپوړي امریکايي چاروکي سفر دی چې تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG