د لاس رسي وړ اتصالات

د ناپلیون دوه تمانچې په ۱.۵ میلیون یورو خرڅلاو ته وړاندې شوي

د فرانسوي امپراتور ناپلیون بوناپارت تمانچې
د فرانسوي امپراتور ناپلیون بوناپارت تمانچې

د فرانسوي امپراتور ناپلیون بوناپارت دوه تمانچې چې یو مهال نوموړي ورباندې د ځان وژنې هڅه کړې وه، خرڅلاو ته ایښودل کیږي او تمه کیږي چې په ۱.۵ میلیون یورو وپلورل شي.

پر دغو تمانچو باندې په سرو او سپینو زرو د ناپلیون عکس کښل شوی دی.

په ۱۸۱۴ کې کله چې بهرنیو ځواکونو د ناپلیون پوځ ته ماتې ورکړه او پاریس یې ونیو، ویل کیږي چې نوموړي په دغو تمانچو باندې د ځان وژنې هڅه کړې وه.

د پلورنځي مسئول ژان پیري اوسنت چې دا تمانچې یې بولۍ ته وړاندې کړي، د دوشنبې په ورځ جولای لومړۍ (چنګاښ ۱۱) فرانس پرس ته وویل: "د فرانسې د انقلاب له ماتې وروسته، ناپلیون ته ژور خپګان پیدا شوی و او غوښتل یې چې په دې وسلو باندې ځان وژنه وکړي، مګر د هغه یو افسر ورڅخه بارود ایستلي وو."

اوسنت زیاته کړه، چې ناپلیون د دې پر ځای زهر وخوړل، خو کانګې یې وکړې او ژوندی پاتې شو، او وروسته یې دا تمانچې د خپل افسر له وفادارۍ د مننې په توګه، هغه ته ورکړې.

د ناپلیون خولۍ په ۱.۹ میلیون یورو وپلورل شوه.
د ناپلیون خولۍ په ۱.۹ میلیون یورو وپلورل شوه.

دا وسلې د پاریس جنوب په فونټینبلیو کې د یکشنبې په ورځ لیلام کيږي او تمه کیږي چې له ۱.۲ څخه تر ۱.۵ میلیون یورو وپلورل شي.

د ناپلیون یادګارونه د تاریخي اثارو د راټولوونکو ترمنځ خورا ارزښت لري. د هغه خولۍ په نومبر کې په ۱.۹ میلیون یورو وپلورل شوه.

له قدرت څخه د لیرې کېدو وروسته ناپلیون د ایټالیا په ساحل کې د ایلبا په ټاپو کې جلاوطني غوره کړه.

خو فرانسې ته له بیرته ستنېدو وروسته یې په ۱۸۱۵ کې د واټرلو په جګړه کې د انګریزانو لخوا ماتې وخوړه او شپږ کاله وروسته د سینټ هیلینا په ټاپو کې په جلاوطنۍ کې مړ شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG