د لاس رسي وړ اتصالات

د سرطان ناروغۍ په درملنه کې د ناسا حیرانوونکی پرمختګ


د ناسا فضانورد فرانک روبیو
د ناسا فضانورد فرانک روبیو

د امریکا د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) مقاماتو ویلي، چې په فضا کې د صفر جاذبې په چاپیریال کې د ساینسپوهانو تجربې د سرطان د درملنې په برخه کې د عجیب او حیرانوونکي پرمختګ سبب شوی دی.

د ناسا فضانورد فرانک روبیو، چې یو ډاکټر او پوځي پیلوټ دی، په فضا کې د خپل وروستي ماموریت په ترڅ کې د سرطان په اړه څیړنې کړي. هغه وویل، "فضا د څیړنې لپاره یو ځانګړی چاپیریال دی."

روبیو زیاته کړه چې نه یوازې په خلا کې د بدن حجرې ژر زړیږي او څیړنې ګړندي کوي، بلکه د حجرو او نسجونو جوړښت هم په خلا کې "ډیر صاف" دی.

د فرانس پرس خبري اژانس سره په مرکه کې، د ناسا رئیس بیل نلسن وویل، هغه ډول چې حجرې د جاذبې تر اغیز لاندې په ځمکه کې راټولیږي، په فضا کې داسې ندي او هغه هلته "ځوړندې" دي او د هغه په وینا دا حالت د حجرو د مالیکولي جوړښت د تحلیل او روښانه کولو لپاره ښه زمینه برابروي.

نلسن زیاته کړه چې په فضا کې د سرطان په اړه ترسره شوې څیړنې کولی شي د سرطان ضد درملو غوره اغیزې ولري. په دې څیړنې کې په نړیوال فضایي مرکز کې د کیټرودا په نوم د سرطان ضد درمل چې د مرک درمل جوړونې شرکت تولید کړي، څیړل شوي او ارزول شوي دي.

نلسن ددې څیړنې پراساس وویل، ساینسپوهان به وکولی شي د سرطان ضد داسې درمل رامینځته کړي چې په ساده ډول د ډاکټر په معاینه خانه کې ناروغ ته پیچکاري شي، نه دا چې د سرطان ناروغان د سرطان د اوسنۍ درملنې اوږده او دردناکه پروسه تجربه کړي.

په هرصورت، دا به کلونه وخت ونیسي چې په فضا کې د سرطان درملنې څیړنې بشپړې او نهایي شي، او ناروغانو ته د سرطان ضد ساده خو مؤثر درمل چمتو شي.

نیلسن وویل چې په فضا کې د سرطان څیړنې څه باندې څلور لسیزې وړاندې پیل شوې، خو په وروستیو کلونو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د امریکا برحاله ولسمشر جو بایډن په ۲۰۱۶ کال کې چې کله د امریکا مرستیال ولسمشر و، په فضا کې د سرطان د څېړنې پروګرام پیل کړ.

سرطان په متحده ایالاتو کې د انسان د مړینې دوهم لوی لامل دی، او په ۲۰۱۵ کې، د بایډن یو زوی هم د مغزو د سرطان له امله مړ شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG