د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یوه فضايي بیړۍ سپوږمۍ ته ورسېده


د اوډیسیس فضايي بیړۍ سپوږمۍ ته پر لار شپږ ورځې تیري کړې. د بیړۍ تر شا ځمکه لیدل کیږي.
د اوډیسیس فضايي بیړۍ سپوږمۍ ته پر لار شپږ ورځې تیري کړې. د بیړۍ تر شا ځمکه لیدل کیږي.

سپوږمۍ ته د امریکايي ستورمزلو له ختلو نږدې ۵۰ کاله وروسته، یوه امریکايي فضايي بیړۍ د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۲ (کب ۳) د سپوږمۍ پر سطحې کښیناسته.

دا د امریکا د فضايي ادارې (ناسا) له خوا د تمویل شویو هغو هڅو برخه ده چې غواړي د روانې لسیزې ترپایه سپوږمۍ ته یو ځل بیا د ستورمزلو د تګ دپاره لاره هواره کړي.

د اوډیسیس په نوم روباټیکه بیړۍ چې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې کښیناستلې، د امریکا د یو شخصي شرکت "انټوټیو مشینز" له خوا اداره کیږي.

د امریکا د ټکزاس ایالت په هیوسټن کې ددغه شرکت په مرکزي دفتر کې، د سپوږمۍ سطحې ته د فضايي بیړۍ د رسېدو پر وخت، کنټرولوونکي له دې امله اندېښمن وو چې له بیړۍ څخه یې سیګنال نه ترلاسه کاوه.

خو د بیړۍ له کښیناستو ۱۰ دقیقې وروسته سیګنال ترلاسه شو. ددغه ماموریت رئیس ټیم کرین وویل: "موږ پدې غور کوو چې څنګه دغه سیګنال اصلاح کړو. خو دا تصدیق کولی شو چې بیړۍ مو پرته له شکه د سپوږمۍ پر سطحه کښیناستلې ده."

له دې وړاندې په لومړي ځل په ۱۹۷۲ کال کې د اپولو په فضايي بیړۍ کې دوه امریکايي ستورمزلي سپوږمۍ ته ختلي وو.

د اوډیسیس فضايي بیړۍ چې د ناسا ځینې وسایل لیږدوي، د فلوریډا ایالت څخه له توغېدو شپږ ورځې وروسته، د چهارشنبې په ورځ د سپوږمۍ مدار ته ورسېده او یوه ورځ وروسته د سپوږمۍ د جنوبي قطب په ۳۰۰ کیلومترۍ کې کښیناسته.

اټکل کیږي چې د سپوږمۍ په دغه برخه کې اوبه موجودې دي او تمه کیږي چې په راتلونکي کې مریخ ته د ختلو دپاره له سپوږمۍ څخه د تمځای په توګه ګټه واخیستل شي.

د امریکا یو بل شخصي شرکت هم تېره میاشت سپوږمۍ ته د فضايي بیړۍ د لیږلو هڅه کړې وه. خو له بیړۍ څخه د تیلو د څڅېدو له کبله دا هڅه ناکامه شوه او بیړۍ بیرته د ځمکې مدار ته له غورځېدو وروسته وسوځېده.

انټوټیو مشینز لومړنی امریکايي شرکت دی چې سپوږمۍ ته د فضايي بیړۍ په لیږلو بریالی شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG