د لاس رسي وړ اتصالات

ښځې په فضا کې قدم وهل پیلوي


دا به لومړنۍ ښځې چې په فضا کې د قدم وهلو ماموریت کوي
دا به لومړنۍ ښځې چې په فضا کې د قدم وهلو ماموریت کوي

د متحدو ایالتونو د فضايي څېړنو اداره وايي چې فضا ته تللې لومړنۍ ښځې به په فضا کې په پښو ګرځېدل پیل کړي.

ټاکل شوې د دغو ښځو د قدم وهلو ماموریت د مارچ په ۲۹مه په نړیوال فضايي مرکز کې پیل شي.

دان مک‌کلین او کرستینا کوچ به لومړنۍ ښځې وي چې په فضا کې په پښو وګرځي.

تر دې مخکې د ناسا د قدم وهلو په ماموریت کې به معمولآ یو سړی او یوه ښځه او یا دوه سړي او یوه ښځه شامل وو، خو دا ځل دا ماموریت یواځې ښځې کوي.

دغو دواړو ښځو په ۲۰۱۳م کال کې د ناسا یو لړ رونیز پروګرامونه بشپړ کړل او دا مهال هغوې د ناسا ښې فضانوردانې (ستورمزلې) بلل کیږي.

په فضا کې د دا ډول ګرځېدلو او قدم وهلو هدف دا وي چې هلته د معمارۍ امکانات وارزول شي، د څېړنو لپاره نوي وسایل نصب کړل شي او یو لړ نور تحقیقات وشي. دا ماموریت سخت او پیچلی بلل کیږي.

په دې وروستیو کلونو کې له ناسا سره د کار کولو لپاره د ښځو لیوالتیا زیاته شوې ده او دا مهال د ناسا ۵۰سلنه کدرونه ښځې دي.

XS
SM
MD
LG