د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا تجارتي فضایي بیړۍ نړیوال فضایي مرکز ته ورسیده


لومړنۍ امریکایي تجارتي فضایي بیړۍ د یکشنبې په ورځ (مارچ ٣) په بریالیتوب سره د نړیوال فضایي مرکز ته ورسیدله.

دا لومړنۍ فضایي بیړۍ ده چې د یو امریکایي خصوصي شرکت له خوا جوړه او په کار واچول شوه. د امریکا د متحده ایالاتو د سپیس ایکس شرکت د اتو کالو تجربو وروسته دغه بیړۍ چې عمله یې نه درلودله د شنبې په ورځ (مارچ ٢) په فلوریدا کې د کینیډې د فضایي مرکز څخه فضا ته وتوغوله.

دغې فضایي بیړۍ نړیوال فضایي مرکز ته له ځانه سره مواد او ازمایشي وسایل ورسول او پنځه ورځې به پدې مرکز کې تیرې کړي چې فضانوردان ازمایشونه ترسره کړي او ددغې سپوږمکۍ دننه کابین وارزوي.

د امریکا فضایي څیړنو ادارې ناسا سپیس ایکس او بوینگ شرکتونو ته په میلیونو ډالر ورکړي چې دغه فضایي بیړۍ جوړه او په کار واچوي تر څو د روان کال په اوږدو کې فضانوردان د امریکا له خاورې څخه د ځمکې مدار ته ورسوي.

خو تر اوسه نده څرگنده چې ذکر شوي شرکتونه به دغه هدف ته سږکال ورسیږي او که نه.

د سپیس ایکس شرکت او د تسلا په نامه د موټرو د تولید مشهور شرکت د مشهور امریکایي پانگه وال الن مسک، دي.

په ٢٠١١ کې د امریکا متحده ایالاتو فضا ته د توغولو پروگرام ودراوه او په تیرو اتو کلونو کې روسیې امریکایي فضانوردان نړیوال فضایي مرکز ته رسول چې د هغوی د هر ځل انتقال نه یې د امریکا نه ٨٠ میلیون ډالر ترلاسه کول.

د نړیوال فضایي مرکز سره ددې فضایي بیړۍ د وصل کیدو پروسه په اتوماتیکه توگه پداسې حال کې ترسره شوه چې د نړیوال فضایي مرکز درې فضانوردانو دغه وسیله څارله.

XS
SM
MD
LG