د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي ۷۱ نور طالب بندیان یې هم خوشې کړل


افغان حکومت وايي دا طالبان یې د سولې د هڅو د چټکولو په موخه پرېښي دي.
افغان حکومت وايي دا طالبان یې د سولې د هڅو د چټکولو په موخه پرېښي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي‌ چې د طالبانو د پرېښودو په لړۍ کې یې ۷۱ نور طالب بندیان هم خوشې کړي‌دي.

د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل په خپل ټویتر کې لیکلي دي‌ چې نوي خوشې شوي طالبان د هغوی د عمر، صحي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په کتو پرېښودل شوي‌دي.

وایي دا بندیان د ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، فاریاب او ارزګان په ولایتونو کې پرېښودل شوي او دا کار د سولې د هڅو د چټکولو او کروناویروس سره د مبارزې د برخې په توګه شوی دی.

تر دې مخکې هم افغان حکومت ۳۶۱ وسله وال طالبان پرېښي وو. افغان چارواکي وایي‌ چې ټاکل شوې ۱۵۰۰ طالب بندیان به خوشې شي.

وسله والو طالبانو هم ویلي دي‌ چې په کندهار او لغمان ولایتونو کې یې ۶۰ (أفغان عسکر) پرېښي دي، خو د ملي‌ امنیت شورا وايي‌ چې په خوشې شویو کسانو کې یې یوازې ۱۹ تنه د افغانستان د امنیتي‌او دفاعي ځواکونو غړي‌دي.

ښاغلي فیصلي ویلي دي‌چې افغان حکومت طالبانو ته د خپلو ۱۰۰۰ بندیانو یو لست سپارلی او د دغو پرېښودل شویو کسانو نومونه په دغه لست کې نه وو.

د تاوتریخوالي کمول او د بندیانو پرېښودل د امریکا-طالبانو د تړون مهمې برخي دي چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ لاسلیک شو. طالبان د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو آزادول غواړي چې بین الافغاني مذاکراتو او د جګړې د ختمولو ته لار پرانیستل شي.

خو افغان حکومت وايي‌ چې دا ټول طالبان په یو وارې نه خوشې کوي او د بین الافغاني مذاکراتو له پيل کېدو سره به د هغوی خوشې کېدو په څرنګوالي خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG