د لاس رسي وړ اتصالات

که لاسته راوړنې ونه ساتل شي، سوله به ونه پايي- د ناټو منشي


د ناټو منشي د امریکا په کانګرس کې خبرې کولې
د ناټو منشي د امریکا په کانګرس کې خبرې کولې

د ناټو عمومي منشي د امریکا کانګریس ته په وینا کې ټېنګار وکړ چې په افغانستان کې دې هغه لاسته راوړنې وساتل شي چې په تیرو ۱۷کالونو کې تر لاسه شوي.

هغه وویل که دغه لاسته راوړنې ونه ساتل شي، سوله به هم تل پاتې نه وي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې د طالبانو د حکومت له منځه تللو نه وروسته افغانستان د میرمنو د حقونو په برخې کې ډیرې بریاوې درلودې او د طالبانو سره د سولې په هر ډول خبرو کې باید دا بریاوې خوندي شي.

هغه زیاته کړه" ناټو اوس هم په افغانستان کې شته خو دا پدې معنی نده چې مونږ به ټول عمر هلته پاتې یو. "

د ناټو عمومي منشي همدرانګه وویل چې په افغانستان کې د افغان سولې ملاتړ کوي او زیاتوي " پدې خاطر چې سوله تل پاتې وي، زمونږ لاسته راوړنې باید پکې خوندي وي. "

هغه وویل "مونږ په ګډه افغانستان ته تللي یو، په ګډه به د خپل راتلونکي حضور په هکله پریکړه کوو او کله یې چې وخت راشي، په ګډه به اوځو. "

نوموړي همدغه راز د ناټو غړو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې بیا به په افغانستان کې داعش ځای پیدا نکړي. هغه وویل ناټو د خپلو ایتلافیانو او ملګرو سره ګډ کار کوي چې سیمه ایز ځواکونه وروزي او ظرفیتونه لوړ کړي چې د افراطیت او ترهګرۍ مخه ونیول شي.

نوموړي د امریکا په کانګرس کې د ناټو د جوړېدو په اویایم کال کې خبرې کولې. هغه وویل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره باید د ناټو سازمان نور هم پیاوړی شي.

د ناټو عمومي منشي داسې مهال دا خبرې کوي چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي دي او ویل کیږي چې په دغو خبرو پرمختګونه هم شوي دي.

XS
SM
MD
LG