د لاس رسي وړ اتصالات

تر ټاکنو دمخه د سولې تړون کیداې شي؟


زلمي خلیلزاد وايي امریکا هم د سولې د خبرو او هم د ټاکنو ملاتړ کوي،‌ خو وايي که سوله تر ټاکنو دمخه وشي ښه به وي.‌

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د باندنیو چارو وزارت سلاکار زلمي خلیلزاد ویلي هیله لري چې له طالبانو سره د سولې تړون د ولسمشرۍ تر ټاکنو دمخه وشي. دغو ټاکنو ته د ۲۰۱۹ میلادي کابل د اپریل میاشت ټاکل شوې خو کره نیټه یې تر اوسه ندې اعلان شوې.

ښاغلي خلیلزاد چې تیره اونۍ یې د دوهم ځل لپاره په قطر کې د طالبانو له سیاسي‌ استازو سره خبرې وکړې،‌ د یکشنې په ورځ (نوامبر ۱۸) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د سولې د خبرو د بهیر په اړه "په احتیاط خوشبین" او "هیله من" دی.

خو هغه وویل دې او نړۍ او هم افغانان په دې پوهیږي، چې د جمهوري ریاست ټاکنو ته نیټه ټاکل شوې اود ټاکنو لپاره چاپریال هم رامنځ ته شوی او خلک ټاکنوته چمتوالی نیسي.

ښاغلي خلیلزاد وویل " ترکومه، چې د امریکا متحده ایالاتو پورې اړه لري، مونږ د سولې له هڅو ملاتړ کوو، لکه، چې سفیر جان باس په خپل یو ټویټ کې د ټاکنو په اړه ویلي زه هیله لرم، چې طالبان او نور افغانان به د ټاکنو نيټه د سولې تړون ته د رسیدلو لپاره د ضرب العجل په توګه کار واخلي، ترڅو د ټاکنو وړاندې د سولې ټړون ته سره موافقې ته ورسیږي دا به زما هیله وي او د افغانانو هیله هم ځکه کله ، چې مونږ ژز سولې ورسیږو ښه به وي، ځکه زورزیاتی پیښې به پای ته ورسیږي، ټاکنو کې به ګډون پراخه وي او د ټاکنو پایلې به هم په پراخه کچه د منلو وي، خو که دا کار وشي او که نه، دا یوازې د حکومت په لاس کې خبره نه ده او بل اړخ طالبان هم باید ورسره موافقه وکړي".

څرګنده نده چې په راتلونکو څه کم شپږو میاشتو کې به له طالبانو سره د سولې خبرې پایلې ته ورسیږي که نه،‌ خو ولسمشر محمد اشرف غني هم له تیرې اونۍ راهیسې د سولې په تړاو پراخې سلا مشورې پیل کړي دي.‌

تر دې وړاندې، ځینو رسنیو د ناڅرګندو امریکایي‌ چارواکو له خولې راپور ورکړی و چې ګواکي ښاغلي خلیلزاد د ولسمشرۍ د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه کړې ده. خو ښاغلي خلیلزاد وویل امریکا هم د سولې د خبرو او هم د ټاکنو ملاتړ کوي.

طالبان نه ماتیږي

بل لور ته د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جوزوف ډونفورډ ویلي چې طالبان "جگړه نه بایلي" او د افغانستان د جگړې د پای لپاره "پوځي حل لاره" نشته.

دغه لوړپوړي امریکایي جنرال وویل چې د امریکا متحده ایالات او د ناټو متحدین یې د پوځي، سیاسي او اقتصادي فشار نه کار اخلي چې طالبان د جگړې د پای رسولو په مقصد خبرو ته اړ کړي.

جنرال ډنفورډ وویل چې "مونږ پدې باور یو چې طالبان پدې پوهیږي چې باید سوله وکړي."

امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې د افغانستان جګړه هیڅ اړخ په پوځي توګه نشي ګټلاې.

XS
SM
MD
LG