د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو یو ځل بیا له افغان سرتیرو سره د خپل مالي ملاتړ په اړه ډاډ ورکړ


د ناټو تر ادارې لاندې د افغان سرتیرو سره د مالي ملاتړ صندوق په ۲۰۰۷ میلادي کال کې جوړ شوی دی.
د ناټو تر ادارې لاندې د افغان سرتیرو سره د مالي ملاتړ صندوق په ۲۰۰۷ میلادي کال کې جوړ شوی دی.

شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو له افغان امنیتي ځواکونو سره د خپل مالي ملاتړ د دوام ژمنه یو ځل بیا تکرار کړه.

د ناټو متحدینو تېره ورځ په دې اړه ناسته کړې او له افغان سرتیرو سره یې د خپل مالي ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.

پرون دوشنبه اکتوبر۱۹( تلې۲۸) د ناټو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ناټو تړون غړو او شریکانو تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې له افغان امنیتي سرتیرو سره د خپل مالي ملاتړ ژمنه یو ځل بیا تکراره کړه.

د ناټو په اعلامیه کې د دغه تړون د منشي ینس سټولټنبرګ له قوله راغلي: "له افغان ځواکونو سره د افغانستان د امنیت په برخه کې مالي ملاتړ زموږ د ژمنتیا یوه مهمه برخه ده. دا ښيي چې موږ له افغان سرتیرو سره خپلو مالي مرستو ته ژمن یو."

ښاغلي سټولټنبرګ ویلي چې د ناټو غړو له افغان سرتیرو سره د مالي ملاتړ صندوق له پرانیستل کېدو سره بیا تر ۲۰۲۰ کال اکتوبر پنځمې پورې دغه صندوق ته ۳.۲ میلیارډ ډالر ورکړي دي.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت له افغان سرتیرو سره د مالي ملاتړ په برخه کې د ناټو د ژمنې د تکرار هر کلی کړی دی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن سه شنبه اکتوبر۲۰ (تلې۲۹) امریکا غږ ته وویل: "له افغان سرتیرو سره د ناټو د مالي ملاتړ د ژمنو اعلان د افغان سرتیرو، په وده او پرمختګ کې حیاتي رول لري."

د ناټو تر ادارې لاندې د افغان سرتیرو سره د مالي ملاتړ صندوق په ۲۰۰۷ میلادي کال کې جوړ شوی دی.

دا مهال په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ۱۲۰۰۰ بهرني سرتیري حضور لري چې د ماموریت عمده دنده یې افغان سرتیرو سلا مشورې ورکول او روزنه ده.

XS
SM
MD
LG