د لاس رسي وړ اتصالات

سټولټنبرګ: په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب بهیر پیل شو 


د ناټو منشي او د فنلنډ او سویډن د بهرنیو چارو وزیران
د ناټو منشي او د فنلنډ او سویډن د بهرنیو چارو وزیران

د شمالي اتلانتیک تړون نن د جولای په پنځمه (چنګاښ ۱۴) پدې تړون کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب بهیر په رسمي ډول پیل کړ تر څو پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په غبرګون کې د ناټو د غړو هیوادونو شمیر له ۳۰ څخه ۳۲ ته لوړ کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ددغو هیوادونو د غړیتوب د تصدیق کولو د بهیر له پیل څخه وروسته وویل چې دا د سویډن، فنلنډ او د د اروپا-اتلانتیک د امنیت لپاره یوه "تاریخي ورځ " ده.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاوستو، وویل: "د سویډن او فنلنډ غړیتوب به نه یواځې زمونږ امنیت بلکې په کلي توګه ددې تړون د متحدینو د امنیت سره مرسته وکړي."

دغه دوه هیوادونه سره له دې چې د ناټو د ځواکونو سره یې ګډ تمرینونه کړي، د اوږدې مودې لپاره یې خپل غیرمنسلک والی ساتلی و، خو پر اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته یې د مۍ په میاشت کې د ناټو سره د یوځای کیدو لپاره خپل تصمیم اعلان کړ.

ددغو دوو هیوادونو غړیتوب په پیل کې د ترکیې د مخالفت له ګواښ سره مخامخ شو؛ هغه هیواد چې فنلنډ او سویډن د کردستان د کارګر ګوند غړو ته په پناه ورکولو تورنوي. انقره، اروپایي ټولنه او متحده ایالات د کردستان د کارګر ګوند د یو ترهګر سازمان په توګه پیژني.

خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددغو هیوادونو سره له دې موافقې چې یو شمیر کردان به بیرته ترکیې ته استوي او همداشان په سوریه کې د ترکیې د مداخلې وروسته پر دغه هیواد د سولو لګیدلي محدودیتونه به رفع کیږي او د متحده ایالاتو له ژمنې وروسته چې پر انقرې به پوځي الوتکې پلوري له مخالفت څخه لاس واخیست.

خو بیا هم د ترکیې ولسمشر ویلي چې که فنلنډ او سویډن په خپلو ژمنو وفا ونکړي په ناټو کې د هغوی د غړیتوب خنډ به شي.

ددغو دوو هیوادونو د غړیتوب بهیر څو میاشتې نیسي او دا د فنلډ او سویډن لپاره له خطره ډک وخت دی ځکه لومړی د ترکیې ګواښ پر ځای دی او دوهم په هغه صورت کې چې پر دغو دوو هیوادونو دریمګړی هیواد برید وکړي، ناټو پدې دلیل چې دوی لا ددې تړون غړي ندي د هغوی نه دفاع نشي کولای. تر هغه چې د فنلډ او سویډن د غړیتوب بهیر نه وي بشپړ شوی او هغوی رسمي غړیتوب نه وي ترلاسه کړی نشي کولای د دغه تړون له ګټو استفاده وکړي.

خو بیا هم د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ان لینده، وویل چې متحده ایالات، بریتانیا، فرانسه، جرمني، اسپانیا، ایټالیا، پولنډ او د ناټو نورو غړو دغو دوو هیوادونو ته امنیتي ضمانتونه ورکړي دي.

سټولټنبرګ د ناټو له متحدینو وغوښتل چې ددغو هیوادونو د غړیتوب بهیر ژر تر ژره تصویب کړي.

ټول غړي هیوادونه د نویو غړو د غړیتوب د لاس لیک او منلو وروسته د هغوی وړاندیزونه د تصویب لپاره د خپلو هیوادونو پارلمانونو ته وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG