د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې جمهور رئیس د فنلنډ او سویډن د مشرانو سره ګوري


سویډن او فنلنډ د ناټو غړیتوب غواړي خو ترکیه یې مخالفت کوي.
سویډن او فنلنډ د ناټو غړیتوب غواړي خو ترکیه یې مخالفت کوي.

پداسې حال کې چې ټاکل شوې د ناټو د غړیو هیوادنو مشران د همدې روانې جون میاشتې په ۲۹ مې او ۳۰ مې د هسپانیې د مادرید په ښار کې جرګه شي، د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان یکشنبه جون ۲۶ (چنګاښ۵) ویلي چې د سویډن او فلنډ د مشرانو سره ګوري.

دا دواړه هیوادونه غواړي چې د ناټو غړي شي.

فنلنډ او سویډن وروسته تر هغه د ناټو د غړیتوب غوښتنه وکړله چې په ګاونډي هیواد اوکراین روسیې یرغل وکړ. ټاکل شوې د ناټو د غړیو هیوادونو مشران پدې غونډې کې د دې دواړو هیوادونو په غړیتوب بحث وکړي.

متحده ایالاتو وار د مخه په ناټو کې د سویډن او فلنډ د یو ځای کیدو ملاتړ کړی خو د ناټو غړي هیواد ترکیې د هغوی د غړیتوب سره مخالفت څرګند کړ. ترکیه د ناټو د غړي هیواد په توګه د ویتو حق هم لري.

ترکیې دا هیوادونه په ځانګړي ډول سویډن د کردستان د کارګر ګوند غړو ته د پناه په ورکولو تورن کړی دی، هغه ډله چې انقره او غربي متحدین یې ترهګره بولي.

د ترکیې د جمهوري ریاست ویاند ابراهیم کالین ویلي چې د ښاغلي اردوغان تر څنګ به د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سیدات اونال هم د دوشنبه جون ۲۷ په بروکسل کې د فلنډ او سویډن د هیت سره وګوري.

ښاغلي کالین ویلي چې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په مادرید کې د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو د غونډې د پیل څخه وړاندې د دې سازمان د سر منشي ینز سټول ټنبرګ په غوښتنې د فنلنډ او سویډن د چارواکو سره ګوري.

ښاغلي کالین زیاته کړه چې دا لیده کاته پدې معنی ندي چې ترکیې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د یو ځای کیدو سره مخالفت بدل کړی. هغه وویل، "دا پدې معنی ندي چې مونږ د خپل دریځ څخه په شا کیږو. خبرې اترې مو تر یوې اندازې را رسولي او دا امکان نلري چې مونږ په شا شو".

سویډن او فنلنډ تر دې وړاندې هم انقرې ته پلاوي استولي و چې د ترکیې سره اختلافات، چې په ناټو کې د دغو هېوادونو د غړیتوب اخیستلو په اړه دي، حل کړي.

پداسې حال کې چې انقره د مسکو سره نږدې اړیکې پالي خو په عین وخت کې د ناټو بشپړ غړی هم دی او دا حق لري چې پدې سازمان کې د یو هیواد د غړیتوب په هکله د هو او نه رایه ورکړي.

خو د مبصرینو په اند په ناټو کې د دې اروپایي هیوادونو د یو ځای کیدو سره مخالفت ښایي د ناټو سازمان په برخې کې د ترکیې د وفادارۍ په هکله پوښتنې پیدا شي.

دا لومړی ځل ندی چې د ناټو دا غړی هیواد ترکیه د دې سازمان سره په ټکر کې راخي. تر دې وړاندې د متحده ایالاتو او ناټو د غړیو هیوادونو د مخالفتونو سره سره، ترکیې د روسیې څخه د توغندیو د دفاع (S-400) سیستم واخیست.

متحده ایالاتو د دې اقدام له کبله په ترکیې نظامي بندیزونه هم ولګول.

د امریکا متحده ایالاتو د ترکیې د پوځ د خریدارۍ په ادارې د امریکا د صادراتو په ټولو جوازونو او پورونو ورکولو بندیز ولګاوه او د دې ادارې په مشر یې هم امریکا ته د سفر کولو او دارایۍ ساتلو بندیز لګولی دی.

خو د امریکا د متحده ایالاتو د خبرداریو سره سره چې ترکیې ته یې ویلي وو د روسیې نه د S-400 دفاعي سیستم اخیستل د ناټو د غړیتوب سره برابر ندي.

XS
SM
MD
LG