د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: روسیه احتمالا پر اوکراین د برید پلان لري


د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ ډسبمر ۱(لیندۍ ۱۰) وویل ظاهرا داسې ښکاري چې روسیه پر اوکراین د نظامي برید پلان لري.

نوموړي خبرداری ورکړ که مسکو په داسې یوه یرغلیز اقدام لاس پورې کړي، له جدي عواقبو سره به مخ شي.

ښاغلي بلینکن د لیتوایا په پلازمینه ریګا کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته وویل:"موږ د هغو شواهدو پر اساس ژوره اندیښنه لرو چې روسیه د اوکراین په وړاندې د پام وړ یرغلیزو بریدونو پلانونه لري، هغه پلانونه چې په اوکراین کې د بې ثباتۍ رامنځ ته کیدل او پراخ نظامي عملیات شامل دي."

ښاغلي بلینکن همدارنګه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته وویل چې روسیې په وروستیو اوونیو کې د اوکراین په وړاندې خپل نظامي اقدامات زیات کړي دي او له اوکراین سره پولې ته نږدې د لسه ګونه زره اضافه سرتیرو ځای پرځای کول، د مسکو یو اقدام ګڼل کیږي.

دغه جګپوړي امریکایي چارواکي د کرملین چارواکو ته د خبرداری په ورکولو سره وویل که مسکو د اوکراین په وړاندې خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي، امریکا به یې په وړاندې"پریکنده ځواب" ورکړي، یو شمیر اقدامات به د روسیې په وړاندې اقتصادي ګامونه وي چې پخوا کارول شوي ندي.

د بلینکن دغه څرګندونې وروسته له هغه بیان شوې چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د روسیې په وړاندې له اوکراین څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تائید کړې چې ښاغلی بلینکن پلان لري د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا غونډې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل چې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمیترو کولبا او د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره به د ښاغلي بلینکن ملاقات د ډسمبر په ۲ ( لیندۍ ۱۱) د سویډن په پلازمینه ستکهلم کې د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان د وزیرانو د غونډې په څنډه کې وشي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر کولبا د چهار شنبې په ورځ له ناټو وغوښتل چې د روسیې د مخنیوي لپاره له یوې درې اړخیزې ستراتیژي ملاتړ وکړي چې پکې د مسکو په وړاندې اقتصادي بندیزونه او له اوکراین څخه د نظامي ملاتړ تقویت هم شامل وي.

په وروستیو ورځو کې روسیې اوکراین دواړو په خپله مشترکه پوله کې یو بل د اضافي سرتیرو په ځای پرځای کیدو تورن کړي دي.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیه ټاپو د خپلې خاورې جز وګرځاوه او د اوکراین په ختیځ کې یې له بیلتون غوښتونکو جنګیالیو څخه ملاتړ وکړ.

بلخوا د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زیلینسکي د چهار شنبې په ورځ د خپل هیواد د پارلمان غړو ته وویل چې د روسیې له حکومت سره مذاکره ددغه هیواد په ختیځ دونباس سیمه کې له بیلتون غوښتونکو سره د مشکل د هواري یوازینۍ لار ده.

ښاغلي زیلینسکي وویل:"موږ باید دا حقیقت ووایو چې له روسیې سره له مستقیمو خبرو پرته، جګړه نشو درولی."

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د سه شنبې په ورځ نومبر ۳۰ خبرداری ورکړ، که ناټو په اوکراین کې خپل نظامي حضور پراخ کړي، دا ډول اقدام به د روسیې له سرې کرښې څخه تیریدل وي او د هیواد پوځیان به یې د ناټو په وړاندې ځواب ورکولو ته مجبور شي.

XS
SM
MD
LG