د لاس رسي وړ اتصالات

په کاپیسا کې څلور فرانسوي عسکر وژل شوي


 د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په کابل کې د فرانسوي عسکرو سره ولاړ دی
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په کابل کې د فرانسوي عسکرو سره ولاړ دی

افغان چارواکي وایي د طالبانو یوه ځان مرګي برید کوونکي چې چادري یې په سر کړې وه، نن د کاپیسا د ولایت د نجراب د ولسوالۍ په یوه بازار کې په ځان پورې تړلی بمونه چولي دي څلور فرانسوي عسکر یې وژلي دی.

فرانسوي عسکرو د کاپیسا د ولایت د نجراو په ولسوالی کې په اصلی بازار کې د یوه پله لاندی ایښودل شوی بم شنډاوه چې یو ځان مرګې نژدی ورغې او په ځان پورې تړلی بمونه یی وچول.

دغه خبره د کاپیسا د ولایت نطاق قیس قادري کړیده.قیس قادري ویلي دي چې څلور افغان پولیس زخمي شویدي.

د طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهد په ای میل کی ، ددغی حملې مسولیت په غاړه اخستی دی.

په دې مرګونو د جون په میاشتې کې د ناټو د قوې د وژل شووعسکرو شمیر ١٣ ته ورسیده .

فرانسې دا خبر تایید کړیدی چې نن د شنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې په ځان مرګي حمله کې د ناټو د قوې څلور فرانسوي عسکروژل شویدي او پنځه تنه زخمي شویدي.

د فرانسې د جمهورریس فرانسوا اولاند د دفتر بیان وایي د درې زخمیانو حال هم خراب دی.

جمهورریس اولاند ، ددې حملې نه وروسته د دفاع وزیر افغانستان ته ولیږه.

افغان مامورین وایی دا حمله په کاپیسا کی چې اکثر فرانسوی عسکر په کې دیره دي ، شویده.

د ناټو د رپوټونو له قراره ددې نه مخکې، د بم په حمله کې د ناټو یوعسکر ووژل شو.

جمهورریس اولاند تیره میاشت اعلان وکړ چې فرانسه به د ټاکلی تقسیم اوقات نه دوه کاله مخکې چې ناټو ورباندی موافقه کړیده، ددی کال تراخره پوری خپل زیاتره عسکر د افغانستان نه وباسي.

XS
SM
MD
LG