د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او ناټو د اړیکو د بیا رغولو هڅې


ولسمشر بایډن د ناټو له منشي ینس ستولتنبرګ سره
ولسمشر بایډن د ناټو له منشي ینس ستولتنبرګ سره

د امریکا ولسمشر جو بایډن هڅه کوي چې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې څخه د امریکا-ناټو ترمنځ د اعتماد جوړولو او اړیکو د بیا رغولو په برخه کې کار واخلي.

دا دوه ورځنۍ غونډه انلاین ده او سبا چهارشنبه فبروري ۱۷ (سلواغه ۲۹) پیلږي.

د «امریکا لومړی» شعار چې مخکني ولسمشر دونالډ ترمپ ورکاوه، د ناټو او امریکا اړیکې زیانمنې کړي‌ دي.

ځینو امریکايي چارواکو چې نه غوښتل نومونه یې خپاره شي،‌ د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي‌ چې د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن به په دغې غونډې کې له ناټو سره د امریکا د متحدو ایالتونو په ژمنو ټېنګار وکړي.

مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په جرمني او د ناټو په نورو غړو هېوادونو انتقاد کاوه چې باید په دغه سازمان کې خپل نظامي لګښتونه زیات کړي.

امریکايي چارواکي وايي چې ولسمشر بایډن به د ناټو د لګښتونو په اړه د ټاکل شویو اهدافو څخه په شا نشي او د ناټو د ګډ دفاعي ځواک په پیاوړتیا به تمرکز کوي.

ښاغلي بایډن تېره میاشت د ناټو له عمومي منشي ینس ستولتنبرګ سره په تیلفوني خبرو کې د امریکا د همکارۍ او ژمنو ډاډ ورکړ.

د ناټو د دفاع وزیران به په دغې غونډې کې په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو او په دغه هېواد کې د ناټو د دیره عسکرو په برخلیک هم خبرې کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ تېره ورځ وویل چې نړیوال ځواکونه به تر «مناسب وخت» پورې له افغانستان څخه ونه وځي.

ښاغلي ستولتنبرګ وویل چې د ناټو هېڅ‌ غړی نغواړي له ضرورت زیات وخت په افغانستان کې پاتې شي، خو دا هېواد به په غیر مناسب وخت کې پرېنږدي.

XS
SM
MD
LG