د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: له افغانستانه د سرتیرو وتل دې د شرایطو په اساس وي


ولسمشر ماڼۍ وايي چې نوموړي دغه څرګندونې پرون پنجشنبه له ولسمشر غني سره د ټلیفوني خبرو پرمهال کړي دي.
ولسمشر ماڼۍ وايي چې نوموړي دغه څرګندونې پرون پنجشنبه له ولسمشر غني سره د ټلیفوني خبرو پرمهال کړي دي.

ارګ وايي د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل «جوزیف بورل» ویلي چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل دي د شرایطو په اساس وي.

د ولسمشر ماڼۍ وايي چې نوموړي دغه څرګندونې پرون پنجشنبه له ولسمشر غني سره د ټلیفوني خبرو پرمهال کړي دي.

د ارګ د اعلامیې له مخې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل په افغانستان تاوتریخوالی غندلی او زیاته کړې ده چې اروپايي ټولنه د افغان سولې مذاکرات له نژدې څاري.

اعلامیه وايي، د اروپايي ټولنې یاد چارواکي زیاته کړې. "له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو وتل دې د شرایطو پر بنسټ ترسره او تاوتریخوالی باید پام وړ راکم او دایمي اوربند وشي."

پر همدې مهال د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او تاوتریخوالی را کم کړي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون پنجشنبه د بلجیم هیواد د دفاع له وزیرې «لودیوین ددوندر» سره د ناټو په مرکز بروکسل کې د لیدنې پر مهال کړي دي.

د بلجیم هیواد سرتیري په افغانستان کې د ناټو د روزنیز ماموریت په چوکاټ کې حضور لري.

د ناټو اعلامیه وايي چې سټولتنبرګ او د بلجیم د دفاع وزیرې په افغانستان کې د ناټو د راتلونکي ماموریت تر څنګ د افغان سولې بهیر او د ناټو د دفاع وزیرانو د جوړېدونکي غونډې په اړه هم خبرې کړي دي.

د اعلامیې له مخې د ناټو سرمنشي ویلي چې ناټو دا مهال له سخت انتخاب سره مخ ده چې پاتې شي جګړې ته دوام ورکړي او په وینا یې که چیري ناټو افغانستان پرېږدي دغه هیواد به یو ځل بیا د ترورستانو لپاره په خوندي بدل شي.

د ناټو په اعلامیه کې د سټولتنبرګ له قوله ویل شوي: "طالبان باید خپلو کړو ژمنو ته درناوی وکړي، تاوتریخوالی راکم کړي او له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.خو پر ځای یې موږ د ډاکترانو، قاضیانو او ژورنالستانو پر وړاندې د طالبانو د نه منلو تاوتریخوالی شاهدان یو."

هغه ویلي چې ناټو د سپټمبر ۱۱ پېښې د تکرار مخنیوي لپاره افغانستان ته تللې او په وینا یې هره لار چې انتخابوي، باید دا ډاډ تر لاسه شي چې افغانستان نور د تروریزم په مرکز نه بدلیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو په هدف په دوحه کې بین الافغاني مذکراتو دوهم پړاو د افغان چارواکو په وینا ځنډېدلی دی.

افغان چارواکو تر دې مخکې ویلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی په دوحه کې حضور لري، خو وايي چې طالبان خبرو ته لېوالتیا نه لري.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو ځنډېدو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG