د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه؛ کابل یې د ملاتړ د دوام غوښتنه کوي


تصویر د ناټو د یوې مخکنۍ غونډې دی
تصویر د ناټو د یوې مخکنۍ غونډې دی

د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې افغان حکومت د دغه سازمان د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیالې فاطمه مورچل نن دوشنبه فبروري ۱۵ سلواغې ۲۷) رسنیو ته په لېږلې پیغام کې ویلي چې ناټو له افغانستان سره اوږد مهاله مشارکت لري.

نوموړې زیاته کړې: "د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې څخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت تمه داده چې د افغان امنیتي او دفاعي سرتیرو د زده کړې، مشورې ورکولو او مرستې په برخه کې خپلو ژمنو ته دوام ورکړي."

ټاکل شوې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران په افغانستان کې د خپل ماموریت غځېدو او یا پای ته رسېدو په اړه د روانې فبروري میاشتې پر ۱۷مه او ۱۸په یوه غونډه کې پرېکړه وکړي.

تر دې مخکې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له طالبانو څخه غوښتي و چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د تاوتریخوالي په کمولو له ترهګرو ډلو سره اړیکې قطعه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ نوي حکومت ویلي چې له طالبانو سره د سولې هوکړه له سره ارزوي.

تیره اونۍ د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر هم ویلي و چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو وتل باید شرایطو ته په کتو تر سره شي.

XS
SM
MD
LG