د لاس رسي وړ اتصالات

ستولتنبرګ: ناټو به نامناسب وخت کې افغانستان څخه نه وځي


د ناټو منشي ینس ستولتنبرګ
د ناټو منشي ینس ستولتنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د دوشنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۷) وویل چې نړیوال ځواکونه به تر «مناسب وخت» پورې له افغانستان څخه ونه وځي.

ښاغلي ستولتنبرګ وویل چې د ناټو هېڅ‌ غړی نغواړي له ضرورت زیات وخت په افغانستان کې پاتې شي، خو دا هېواد به په غیر مناسب وخت کې پرېنږدي. نوموړي ونه ویل چې مناسب وخت به څنګه او کله راځي.

هغه دا خبرې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې د چهاشنبې په ورځ د ناټو د دفاع وزیران به په افغانستان کې د خپل حضور په اړه غونډه کوي.

په همدې حال د افغانستان جمهوري ریاست د ناټو له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغان ځواکونو په تمویل او تجهیز کې له دغه هېواد سره خپلې ژمنې روانې وساتي.

له طالبانو سره د سولې د خبرو تر څنګ په افغانستان کې تاوتریخوالی نور هم زیات شوی دی.

ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړه: «طالبان باید خشونت کم کړي، په ښه نیت مذاکره وکړي او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي.»

د ناټو عمومي منشي وویل چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان تګلاره روښانه ده چې دا هېواد بیا د ترهګرو پناه ځای نشي او له دغه ځای څخه په نورو هېوادونو بریدونه ونشي.

د ناټو په را روانې غونډې کې به په افغانستان کې د ۹۶۰۰ بهرنیو عسکرو د برخلیک په اړه پرېکړه کیږي.

د امریکا-طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ په فبروري کې د سولې تړون وشو. د تړون په اساس د ۲۰۲۱ په مۍ کې به له افغانستان څخه بهرني ځواکونه وځي او طالبان به له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیلوي چې جګړه ختمه شي او له ترهګرو سازمانونو سره به هم اړیکې پرې کوي.

امریکايي چارواکي وايي طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د بایډن حکومت ویلي چې دا تړون به بیا ارزوي. طالبان دا خبره نه مني.

جرمني او د ناټو ځینو چارواکو ویلي داسې نه ښکاري چې د مۍ تر میاشت پورې دې له افغانستان څخه یې ځواکونه ووځي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې مخکې وویل چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې خبرې تر مۍ پورې نتیجه نه ورکوي او دوی باید یو بل ماموریت ته ځانونه چمتو کړي.

طالبانو ویلي که نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ونه وتل،‌ دوی به خپله جګړه روانه ساتي.

XS
SM
MD
LG