د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر۱۲زرو ته کموي


د شمالي انتلانتیک تړون یا «ناټو» سازمان وايي، د افغان سولې بهیر سره د مرستې په هدف په افغانستان کې خپل پوځي حضور کموي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ اپریل لومړۍ(وري۱۳) د یاد سازمان د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د خپل پوځي حضور کمېدو سره سره به ناټو په دغه هیواد کې د سولې او تلپاتې ثبات په اړه خپل ژمنتیا وساتې.

هغه زیاته کړه:"تر اوړي پوري موږ باید ۱۲زره سرتیري په هغه هیواد«افغانستان» کې ولرو، د لا کمېدو په اړه نور هیڅ تصمیم نه دی نیول شوی، زموږ ټول ګامونه به شرایطو ته په کتو وي."

د ناټو د معلوماتو په اساس د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک پرمهال دغه سازمان په افغانستان کې شااوخوا ۱۶۰۰۰سرتیري لرله.

د ناټو سرمنشي د افغانستان وضعیت ستونزمن وباله او زیاته یې کړه هغه وخت رسېدلی چې طالبان او نور سیاسیون په دې اړه خپل مسؤلیت ادا کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ په ټینګار سره وویل:"ټول احزاب باید روغوونکي اقدامات وکړي، د هغوی ژمنو ته احترام وکړي او دا ډاډ تر لاسه کړئ چې بین الافغاني مذاکرات کېدلای شي پيل شي."

د ناټو دغه لوړپوړي مقام د سولې پر مذاکراتو د روان سیاسي کړکېچ د اغېز په اړه د امریکا غږ د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې روان کړکېچ د ټولو افغانانو پر وضعیت تاثیر کوي.

هغه زیاته کړه: "زه په کابل کې له افغان سیاسیونو غواړم چې حل لاره پیدا کړي، د دې لپاره چې موږ یو پیاوړي حکومت او ژمنو افغانانو ته اړتیا لرو چې له طالبانو سره واقعي سولې ته د رسېدو لپاره مذاکرات وکړي، دا په افغانانو پوري اړه لري، په اخیر کې افغانان باید د خپل راتلونکي مسؤلیت واخلي.

د ناټو سرمنشي همدارنګه د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لیک له مخې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ.

د ناټو غړو وهیوادونو د دفاع وزیرانو غونډه ټاکل شوې سبا پنجشنبه د اپريل پر دوهمه تر سره شي چې د اجنډا یوه برخه به یې پر افغانستان هم بحثونه کول وي.

XS
SM
MD
LG