د لاس رسي وړ اتصالات

په تیرو څلورو اونیو کې د مدیترانې په سمندر کې ۱۰۰ تنه مهاجر ډوب یا ورک شوي دي


د مهاجرت نړیوال سازمان د ورکو شویو مهاجرو پروژې موندلې، چې تیر کال په مدیترانه کې ۳۰۴۱ کډوال مړه یا ورک شوي دي.
عکس- ارشیف
د مهاجرت نړیوال سازمان د ورکو شویو مهاجرو پروژې موندلې، چې تیر کال په مدیترانه کې ۳۰۴۱ کډوال مړه یا ورک شوي دي. عکس- ارشیف

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې، د جنورۍ‌ په ۲۹ (سلواغې نهمه) وویل چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ تنه مهاجر د مدیترانې په سمندرګي کې ډوب شوي یا ورک شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، چې دا شمیره د تیر کال د ثبت شوو شمیرو په پرتله د تلفاتو دوه برابره زیاتوالی ښيي.

د مهاجرت نړیوال سازمان رئیسې، امي پاپ دغه شمېرې د افریقا-ایټالیا په غونډه کې چې په پلازمینه روم کې جوړه شوې وه او د افریقايي هیوادونو د لسګونومشرانو برسیره د اروپایي اتحادیې چارواکو هم پکښې برخه اخیستې وه، وړاندې کړه.

د دې غونډې موخه د اقتصادي اړیکو او اروپا ته د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي پر لارو چارو خبرې اترې وې.

امي پاپ وویل: "د مړینې او ورکیدو وروستۍ شمیره ددې یادونه ده، چې یو جامع تګلاره چې خوندي او منظمې لارې پکې شاملې وي ... د حل یوازینۍ لاره ده چې مهاجرینو او حکومتونو ته یوشانته ګټه رسولای شي."

د مهاجرت نړیوال سازمان د ورکو شویو مهاجرو پروژې موندلې، چې تیر کال په مدیترانه کې ۳۰۴۱ کډوال مړه یا ورک شوي دي. په ۲۰۲۰ کال کې پر دې لار د وژل شویو یا ورک شویو پناه غوښتونکو شمېر ۲۴۱۱ تنه وو.

د روانې میاشتې په پیل کې د تونس شاوخوا ۴۰ کډوال وروسته له هغه ترې تم شول، چې د سپرلۍ کښتۍ یې چې د ایټالیا سواحلو ته د رسیدو په موخه روانه شوې وه، هيڅکله خپل منزل ته ونه رسیده.

یاده دې وي چې پخوا به لیبیا د هغو مهاجرو لپاره اصلي مرکز وو چې له بیوزلۍ او جګړو له امله د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته تلل ، خو اوس وخت تونس د مهاجرو لپاره اصلي مرکز ګرځیدلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG