په امریکايي کې چارواکي وایي له مکسیکو سره په سرحد کې یې تېره میاشت (فبروري) نږدې ۱۰۰زره هغه مهاجر نیولي دي چې غوښتل یې د امریکا متحدو ایالتونو ته راشي.
دوو امریکایي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي ديچې دا د ۲۰۰۶ د فبرورۍ له میاشتې راهېسې اول ځل دی چې په یوه میاشت کې دومره ډېر مهاجر نیول کیږي.
دا مهاجر پداسې حال کې نیولي کیږي چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن غواړي د مهاجرینو د راتګ د مخنیوي په اړه د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ ځیني تګلارې بدلې کړي.
د امریکا سرحد ته هغه ماشومان هم مهاجر شوي چې سرپرست او میندې او پلرونه ورسره نشته. د دغو ماشومانو د شمېر زیاتوالي په تېرو څو اونیو کې امریکايي چارواکي اړ کړل چې د سرپناو په جوړولو کې بېړه وکړي د امریکا په متحدو ایالتونو کې د سپانسر کوونکو لپاره د دوی پرېښودل چټک کړي.
د جنورۍ په میاشت کې ۷۸۰۰۰ مهاجر چې غوښتل یې امریکا ته داخل شي، نیول شوي وو.
د مخکني ولسمشر ټرمپ پر مهال په سرحد کې د ناقانونه مهاجرو د داخلېدو د مخنیوي لپاره عملیات شوي وو او ستر خنډونه جوړ شويوو.
د امریکا د متحدو ایالتونو د کمرګونو او سرحدونو یو ویاند وویل چې د تېرې میاشت د نیول شویو مهاجرو ارقام به دا اونۍ خپروي.
جمهوریت غوښتونکي په ولسمشر بایډن نیوکه کوي چې د دغو مهاجرو د مخنیوي لپاره یې د ښاغلي ټرمپ تګلارې بدلې کړې دي. دوی وايی دا کار به ډېرو ناقانونه کډوالو ته لار پرانیزي چې امریکا ته داخل شي.
د استازوپه خونه کې د جمهوریت غوښتونکو یو مخکښ غړي کوین مککارتي تېره ورځ ولسمشر بایډن ته یو لیک استولی او د ملاقات غوښتنه یې کړې ده.
هغه وايي چې د سرحد په هکله د اوسنۍ ادارې تګلارې په اړه «لویه اندېښنه» لري.
هغه وویل: « موږ باید د سرحد بحران درک کړو. یو پلان جوړ کړو او هغه افراد بې جراته کړو چې له مکسیکو او د مرکزي امریکا څخه زموږ جنوبي سرحد ته له خطر ډک سفر کوي.»
د مخکني ولسمشر ټرمپ پر مهال په سرحد کې د مهاجرو شړل او بیا راتګ زیات شوي وو. په دغې پالیسۍ کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره امریکايي چارواکو ته صلاحیت ورکړل شوی و چې هغه مهاجر بېرته وشړي چې امریکا ته د ننوتلو پر مهال نیول کیږي.
په ځینو پېښو کې داسې هم شوي وو چې ځینې شړل شوي مهاجر بېرته راغلي دي. د بایډن ادارې تېره میاشت هغه ماشومان له دغې پالیسۍ څخه مستثنی وګڼل چې بې سرپرست نلري.