د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د ټرمپ د مهاجرت بل محدودیت هم لغو کړ 


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن، د مهاجرت سختې موافقې چې د دونالد ټرمپ د حکومت پر وخت د السلوادور، ګواټیمالا او هندوراس سره لاس لیک شوې وې، لغو کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ په شپږمه د شنبې په ورځ ناوخته د یو بیان په خپرولو سره وویل چې دغه اقدام "په سیمه کې د مشارکت او همکارۍ د زیاتیدو لپاره لومړني ثابت ګامونه دي چې طرحه یې جمهور رئیس بایډن جوړه کړې ده."

د "درېیم مصون هیواد" په نامه موافقې چې په ۲۰۱۹ کال کې د دونالد ټرمپ د حکومت او د لاتینې امریکا د دریو هیوادونو ترمنځ لاس لیک شوې، د مرکزي امریکا د هیوادونو پناه غوښتونکي یې اړ کول چې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې د درخواست له وړاندې کولو دمخه په دغو دریو هیوادونو - السلوادور، ګواټیمالا او هندوراس – کې پناه غوښتنلیکونه ورکړي.

دغه موافقې چې متحده ایالاتو ته د غیر قانوني مهاجرو د راتللو د مخنیوي لپاره د جمهور رئیس ټرمپ د سختې کړنلارې یوه برخه وه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې هیڅکله د السلوادور او هندوراس له خوا ندي تطبیق شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي دي چې د امریکا د موافقې په اساس ګواټیمالا ته د پناه غوښتونکو انتقالول هم د ۲۰۲۰ کال د مارچ په اواسطو کې د کروناویروس د وبا په وجه وځنډیدل.

له دې دمخه هم جمهور رئیس جو بایډن د اجرایي فرمانون په صادرولو سره د مخکني جمهور رئیس د حکومت د مهاجرت څو سر سختې پالیسۍ لغو کړې چې د امریکا-مکسیکو په پوله د جلا شویو کورنیو د بریته یوځای کیدو لپاره د ځانګړې کاري قوی رامنځ ته کیدل او د اوو اسلامي هیوادونو پر اتباعو باندې د ښاغلي ټرمب له خوا امریکا ته د سفر د لګول شویو محدیدیتونو لغو کول په کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG