د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار او هلمند کې د جګړو له کبله '۲۰زره کورنۍ بېځایه شوي'


عکس (ارشیف) هلمند کې بېځایه شوي کډوال
عکس (ارشیف) هلمند کې بېځایه شوي کډوال

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو جګړو له کبله شاوخوا ۲۰زره کورنۍ بېځایه شوي‌دي.

وزارت وايي‌ په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله شااوخوا ۱۲زره کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضاء باهر نن دوشنبه فبرورۍ اتمه (سلواغه ۲۰) امریکا غږ ته وویل چې یادې کورنۍ په ارغنداب، میوند، ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې د جګړو له امله بېځایه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دوی د معلوماتو په اساس د یادو کورنیو څخه یوازې ۲۰۰ یې کندهار ښار ته کډوال شوي او پاتې نور د دغه ولسوالیو نورو سیمو تللي دي.

هغه زیاته کړه: "شااوخوا ۱۲زره کورنۍ بېځایه شوي دي، دغه کورنۍ د وروستیو جګړو له امله د خپلو کورنو څخه بېځایه شوي دي... د ولسوالیو داسې سیمو ته تللي چې فعلاً اوس هم هلته جګړه جریان لري. د جګړې له امله په دغه سیمو کې له بېځایه شوو کورنیو سره د مرستې کول ستونزمن دي."

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وویل چې په یادو سیمو کې بېځایه شوي کورنۍ د ژمې سړې هوا له امله لازمو مرستو اړتیا لري چې په وینا د ناامنیو له امله د مرستو رسول ورته ستونزمن دي: "زموږ اندېښنه داده چې په داسې شرایطو کې له کډوالو سره مرسته نه کیږي او کډوال د لا ډير خطر سره مخامخ کیږي."

خو د یاد وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر امریکا غږ ته وویل چې کندهار ښار ته د ۲۰۰۰ کډوال شوو کورنیو سره د سرې میاشتې او حکومت لخوا مرستې شوې دي.

د تیرو شااوخوا درې میاشتو راپدېخوا د کندهار ولایت په یادو ولسوالیو کې جګړې پیل شوې چې د چارواکو په وینا اوس هم په ځینو سیمو کې جریان لري.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا تر ټولو زیاتې کورنۍ د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ څخه بېځایه شوي دي.

بلخوا د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چار وزارت مرستیال ویاند همدارنګه وویل چې په هلمند ولایت کې هم د وروستیو جګړو له امله ۸۰۰۰ کورنۍ لښکرګاه ښار ته بېځایه شوي دي.

یاد وزارت وایي چې په مرکز لښکرګاه کې د کډوالو لپاره یو کمپ هم جوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG