د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: نژدې ۵.۲ میلیون اوکراینیان له جګړې تښتیدلي 


اوکرایني مهاجر
اوکرایني مهاجر

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوایي څلورمه) وویل چې پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي برید د پیل راهیسې نژدې ۵.۲ میلیون اوکراینیان له خپل هیواد څخه تښتیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د وروستیو شمیرو له مخې تر اوسه پنځه میلیونه ۱۶۳ زره او ۶۸۶ اوکراینیان له هیواد څخه وتلي چې یواځې د پنجشنبې په ورځ ۲۹۹۳۹ تنه راجستر شوي دي او ددغې ادارې په وینا دغه شمیر ورځ په ورځ زیاتیږي.

د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي چې د اوکرایني مهاجرو په سلو کې ۹۰ یې ښځې او ماشومان دي. پداسې حال کې چې د ۱۸ او ۶۰ کلونو تر منځ عمر لرونکي نارینه چې د پوځي خدمت په شرایطو برابر دي د هیواد څخه نشي وتلای.

د مهاجرت نړیوال سازمان(IOM) وایي چې د اوکرایني مهاجرو سریبره په اوکراین کې د نورو هیوادونو نژدې ۲۱۸۰۰۰ اوسیدونکي هم له دې هیواد څخه دریمګړو هیوادونو ته تللي دي چې اکثریت دغه کسان محصلین او کارګران دي. ددې سازمان په وینا دا د دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته د مهاجرت تر ټولو ستر کړکیچ دی.

د مهاجرت د نړیوال سازمان په وینا ددې سربیره ۷.۷ میلیون اوکراینیان دننه په هیواد کې له خپلو کورونو بیځایه شوي دي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل دمخه دې هیواد ۳۷ میلیون نفوس درلود پدې شمیر کې د کریمیه ټاپو او د اوکرایني جلاغوښتونکو تر کنترول لاندې سیمو نفوس شامل ندی.

د رپوټونو له مخې د اوکراین د جګړې د پیل راهیسې یواځې پولنډ ته څه د پاسه ۲۸۸۴۷۶۴ تنه اوکراینیان مهاجر شوي چې یو شمیر یې له هغه ځایه نورو اروپایي هیوادونو ته تللي دي.

د جګړې دمخه شاوخوا یو نیم میلیون اوکراینیان په پولنډ کې اوسیدل چې اکثر یې کم مزده کارګران وو.

د پولنډ وروسته زیات شمیر اوکراینیان رومانیا، روسیې، هنګري، مالدووا، سلواکیا او بیلاروس ته هم کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG