د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: د نړۍ نژدې ټول نفوس ککړه هوا تنفس کوي


په یو اسیایي هیواد کې د هوا د ککړتیا انځور
په یو اسیایي هیواد کې د هوا د ککړتیا انځور

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري ۱۵) وویل د ځمکې پرمخ نژدې ۹۹ په سلو کې وګړي ککړه هوا تنفس کوي او په وینا یې د هوا د ناوړه کیفیت په وجه هر کال په میلیونونو کسان مري.

د ملګرو ملتونو ددغه سازمان نوې شمیرې ښیي چې د نړۍ هر ګوټ د ککړې هوا د ستونزې سره مخامخ دی پداسې حال کې چې دغه ستونزه په فقیرو هیوادونو کې ډیره زیاته ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په اعلامیه کې ویل شوي: «تقریبا د ټولې نړۍ نفوس (۹۹فیصده) داسې هوا تنفس کوي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د هوا د کیفیت له حدودو پورته ده او د هغوی روغتیا ګواښي.»

د روغیتا سازمان څو کاله مخکې په خپل یو رپوټ کې ویلي وو چې د نړۍ ۹۰فیصده وګړي ککړه هوا تنفس کوي. دې سازمان ویلي «شواهد ښیي چې د هوا د ککړتیا په وجه زیان په بیړه مخ په زیاتیدو دی.»

پداسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د تیر کال شمیرې ښيي چې د کروناویروس د وبا په وجه قرنطینونو او په سفر باندې بندیزونو د هوا په کیفیت کې لنډمهاله ښه والی رامنځته کړ، خو دغه سازمان وایي د هوا ککړتیا لاهم مخ په خرابېدو ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان څیړنه په ۱۱۷ هیوادونو کې د ۶۰۰۰ ښارونو او ښارګوټو د هوا د کیفیت شمیرې وړاندې کوي.

دا سازمان وایي ددې څیړنې موندنې خبرداری ورکوي او د فوسیل یا زړو د سونګ موادو د استعمال د چټک محدودولو اهمیت په ډاګه کوي.

XS
SM
MD
LG