د لاس رسي وړ اتصالات

نیپال کې په زلزلې کې لسګونه کسان مړه شوي


آرشیف
آرشیف

په نیپال کې چارواکي وایي پدې هیواد کې جمعه نومبر ۳ (لړم۱۲) په زلزلې کې چې شدت یې ۵.۶ درجې ښودل شوی، لږ تر لږه ۱۴۳کسان مړه شوي او له ۱۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.

لا معلومه نده چې څومره کسان پدې زلزلې کې ژوبل شوي خو چارواکو ویلي چې ښایي د مړو او ټپي شویو کسانو شمیر نور هم لوړ شي ځکه چې په سیمې کې د ژغورنې او لټون عملیات روان دي.

چارواکو ویلي چې زلزله د دې هیواد په لویدیځه برخه کې په لیرې پرتې سیمې کې شوې او ګڼ شمیر کورونه پکې له منځه تللي دي.

د نیپال صدراعظم پوشپا کمال په پیښه "ژور خفګان" څرګند کړی او د اکس په ټولنیزې شبکې کې یې لیکلي چې زلزله په سیمه ایز وخت د شپې په ۱۱ بجو او ۴۷ دقیقو د دې هیواد په لویدیځ کې د جاجارکوټ په ولسوالۍ کې شوې.

صدراعظم ویلي چې زلزله ځپلو سیمو ته یې له دریو امنیتي ادارو څخه کسان لیږلي چې د ژغورنې او لټون په عملیاتو کې مرسته وکړي خو پدې هکله یې نور جزیات ورنکړل.

د متحده ایالاتو د جیولوژیکې سروې ادارې معلوماتو له مخې زلزله د ځمکې سطحې څخه ۱۸ کیلو مټره لاندې شوې.

ویل کیږي چې د زلزلې ټکانونه تقریقا د مرکز څخه ۵۰۰ کیلو مټره لیرې د هند په پایتخت نوې ډهلي کې هم حس شوي.

د نیپال په غرنیو سیمو کې معمولاً په زلزلو کې ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبل اوړي.

پدې هیواد کې په ۲۰۱۵ کال کې هم نږدې ۹ زره کسان هغه وخت مړه شول چې د ۷.۸ درجو په شدت یوې زلزلې دا هیواد وځاپه او تر پنځو سوو زرو ډیر کورونه یې تبا کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG