د لاس رسي وړ اتصالات

هالنډ خپل ۳۰۰ افغان همکاران د پاکستان له لارې دغه هیواد ته انتقالوي


د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ۲۹۴ افغانانو د لیږد خبر ورکړی او ویلي دي، چې دا شمیر افغانان به له دغه هیواد څخه ژر خپل هیواد ته انتقال کړي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر اساس پاکستان ته په لیږدول شویو افغانانو کې ترجمانان، غیر حکومتي موسسو کارکوونکي او یو شمیر نور کسان شامل دي، چې په تیرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې د هالنډي ځواکونو او د دغه هیواد اړوند نورو موسسوکې کار کړی و.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۲۳ ( حوت څلورم) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د ډیرو هڅو وروسته په دې وتوانید چې د پاکستاني چارواکو په مرسته دا شمیر افغانان له افغانستان څخه وباسي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ډیر شمیر دغو افغانانو چې پاکستان ته انتقال شوي د سفر لپاره لازم معتبر اسناد نلرل چې د زیاتو هڅو وروسته پاکستاني چارواکو هغوی ته خپلې خاورې ته د ننوتلو اجازه ورکړه.

هالنډي چارواکو پاکستان ته د دغو افغانانو د لیږد بهیر ډیر پیچلی ښودلی او ویلي دي، چې له افغانستان څخه په شرایطو برابرو افغانانو د ایستلو بهیر ته به لا هم دوام ورکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي "هالنډ د یو حل لارې د موندلو لپاره څیړونو ته ادامه ورکوي او په دې موده کې په [شرایطو برابرو افغانانو] ته سپارښتنه کیږي چې پاسپورټونه واخلي. په دقیق ډول دا نشو ویلی، چې په څومره شمیر افغانان هالنډ ته د سفر په شرایطو برابر دي ځکه چې څیړنې لا هم په دې اړه روانې دي".

د رپوتونو پر اساس د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست له ۱۵ مې راهیسې هالنډ تراوسه شاوخوا ۱۵۰۰ افغانان چې دغه هیواد ته د سفر په شرایطو برابر وو دغه هیواد ته انتقال کړي دي.

له افغانستان څخه د هغو افغانانو د ایستلو عملیات چې د طالبانو او نورو افراطي ډلو د ممکن ګواښ سره مخ دي د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په وروستیو کې پیل شو، چې په ترڅ کې یې په زرګونو افغانان امریکا متحده ایالاتو، کاناډا او یو شمیر اروپايي هیوادونو ته د کابل د هوايي ډګر له لارې ولیږدول شو.

د افغانستان د ګاونډي پاکستان سربیره په زیات شمیر افغانان په چارټر الوتنو کې له کابل څخه د قطر پایتخت دوحې ته هم لیږدول شوي اود لیږد دا لړۍ لا هم روانه ده.

هالنډ افغانستان کې ۲۰۰۲ میلادي راهیسې د ناتو په مشرۍ نړیوالوځواکونو ایساف په چوکات کې په سلګونو ځواکونه لرل، چې تر ډیره د ارزګان په ولایت کې په ماموریت بوخت ووچې بیا وروسته یې په کندز ولایت کې هم د افغان ځواکونو د روزنې په چارو کې د ناتو په ماموریت کې ونډه واخیستله.

XS
SM
MD
LG