د لاس رسي وړ اتصالات

نوې افغانۍ افغانستان ته ورسېدې


د افغانستان بانکنوټونه
د افغانستان بانکنوټونه

په افغانستان کې د باختر خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د نومبر نهمه (عقرب ۱۸) افغانستان ته د نویو افغانیو [بانکنوټونو] د لومړۍ جوپې د رسېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو تر حکومت لاندې د افغانستان بانک مقامات وايي چې دا نوي افغانۍ په پولنډ کې چاپ شوي دي خو دا یې نه دي ویلي چې څومره دي.

په افغانستان کې د زړو افغانیو کارول په یوې جدي ستونزې بدل شوي او افغانستان بانک وايي چې د نویو افغانیو په راتګ سره به زړې افغانۍ په سیستماتیک ډول له بازارونو څخه راټولېږي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، چې نړیوالې مرستې بندې شوې او د افغانستان شتمنۍ ګنګل شوې، دا هېواد د نقدو پېسو له کموالي سره مخامخ شو.

د باختر اژانس د راپور په اساس د نویو افغانیو په رسېدو سره به په افغانستان کې د «نقدو پېسو مشکل تر ډېره» حل شي او د افغانستان اقتصادي وضعیت به هم په «ښه لوري روان» شي.

د طالبانو حکومت او د افغانستان بانک تر دې دمه لا ندي چې د نویو افغانیو د چاپ ملاتړی څه دی، معمولآ د نویو بانکنوټونو په چاپ کې ملاتړي وي.

تر دې مخکې د امریکا حکومت ویلي وو چې د افغانستان د ګنګل شویو شتمنیو ۳.۵ میلیارد ډالر یې د سویس په ژینو کې د پېسو یو صندوق ته استوي چې د افغانستان د اقتصاد سره د مرستې لپاره ترې کار واخیستل شي.

امریکايي مقامات وايي چې د افغانستان د پېسو نوی جوړ شوی صندوق به د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو معاملاتو، د وارداتي برېښنا د پېسو د ورکولو، د پورونو د ورکولو او د پېسو د چاپولو په ګډون د نورو ټولو اړوندو اړتیاوو د پوره کولو مسئول وي.

XS
SM
MD
LG