د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ بورډ کې نوي بدلونونه


د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نوی مشر انډي مولز
د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نوی مشر انډي مولز

د افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلونو کرکټ ملي لوبډلې پخوانی بهرنی روزونکی انډي مولز او د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی مجاهد ځدراڼ د غوراوي کمېټې د مشرانو په توګه اعلان کړل.

یاد کسان د غوراوي کمټې د مخکنیو مشرانو دولت خان احمدزي او باچا حسین پر ځای ټاکل شوی دي.

د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي نن سې شنبه د «غبرګولې پر ۲۱مه» د یادو کسانو د اعلان پر مهال وویل "موږ د ښاغلي دولت خان احمدزي پر ځای دوه تنه معرفي کوو، چې یو بهرنی دی انډي مولز ... او بل هم ورسره مجاهد ځدراڼ، دغه دواړه د افغانستان کرکټ بورډ خصوصاً د ملي ټیم او الف لوبډلې انتخاب به له دوی سره وي."

د کرکټ بورډ مشر د دې ترڅنګ نظیم جار عبدالرحیمزی چې مخکې د کرکټ بورډ د لوبو د پراختیا برخې مسؤل و د کرکټ بورډ د میډیا کمېټې د مشر او شاهد الکوزی، عتیق عباس، منهاج او دریځ د افغانستان د راتلونکي غوره لیګ د کمېټې د مشرانو په توګه اعلان کړل.

ښاغلي فضلي زیاته کړه چې د نړیوال جام تر پای ته رسېدو وروسته به د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي رئيس هم شرایطو ته په کتو وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG