د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر څه باندې ۲۵زرو ته ورسېد


د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس ۷۶۱ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه جون ۱۵(غبرګولې۲۶) رسنیو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۱۵۵۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۷۶۱ یې مثبتې ثابت شوي دي.

چې په دې سره په افغانستان کې کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۲۵۵۲۷ ته لوړ شو.

له یادو پېښو څخه ۲۳۷ په کابل، ۲۵ کندهار، ۲۲ ننګرهار، ۱۵ پکتیا، ۹۳ تخار، ۱۰۳ لوګر، ۱۴بغلان، ۱۵ بامیان، ۳۷ پروان، ۱۱۳ کندز، ۳۰ میدان وردګ، ۴ کونړ، ۱۶ پنجشیر، ۱۱ بدخشان، ۱۰ دایکندي، ۴نورستان او ۱۲ په ارزګان ولایت کې ثبت شوي دي.

همدرانګه په تیره یوه شپه او ورځ د کرونا ویروس له امله په ارزګان او کابل کې د کرونا ویروس له امله ۷ تنه هم مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۴۷۸ تنو ته لوړ شو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶۵تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره ټول روغ شوو کسانو شمېر۵۰۹۰ تنو ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن دوشنبې تر غرمې جون ۱۵(غبرګولې۲۶) پورې په نړۍ کې ۴۳۳۶۴۷ تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او نژدې اته میلیونه نور په اخته شوي.

XS
SM
MD
LG