د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر۲۴زرو واوښت


کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یاد هیواد په ۱۷ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۵۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن شنبه جون۱۳(غبرګولې۲۴) رسنیو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا وریروس د ۱۰۶۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې۵۵۶ یې مثبت و.

یاد وزارت ویلي چې په دې سره په افغانستان کې کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۲۴۱۰۲ ته لوړ شو.

له دغو پېښو څخه ۲۳۵ په کابل، ۲۳کندهار،۷۴ بلخ، ۴۳ ننګرهار،۲۸تخار،۸ غزني،۲۲بغلان،۸ نیمروز،۱۲لوګر،۲۳بامیان، ۲۰وردګ،۳ لغمان، ۱۷ کونړ،۵ هلمند،۹زابل،۶ دایکندي او ۲ هم ارزګان ولایت کې ثبت شوي دي.

همدرانګه په تیره یوه شپه او ورځ کې په شپږ ولایتونو کابل او ننګرهار کې د کرونا ویروس له امله ۵ تنه هم مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۴۵۱ تنو ته لوړ شو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۳تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره ټول روغ شوو کسانو شمېر۴۲۰۱ تنو ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن شنبې تر غرمې جون ۱۳(غبرګولې۲۴) پورې ۴۲۵۹۰۲ تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او څه باندې اووه میلیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG