د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې څه باندې۲۶زرو ته لوړې شوې


د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس ۷۹۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت سې شنبه جون ۱۶(غبرګولې۲۷) رسنیو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۱۶۴۰ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۷۹۳ یې مثبتې ثابت شوي دي.

د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۲۶۳۱۰ ته لوړ شو.

له یادو پېښو څخه ۴۶۰کابل،۱۳ کندهار، ۲۸ پکتیا،۵۹ تخار،۳۴ لوګر، ۳۴ بغلان،۵۸ بامیان،۶پروان،۲ نیمروز، ۴ کندز،۱۳لغمان، ۶ هلمند، ۵ پنجشیر،۶۱ بدخشان او ۱۰ زابل ولایت کې ثبت شوي دي.

همدرانګه په تیره یوه شپه او ورځ د کرونا ویروس له امله په اوو ولایتونو کابل، پکیتا، کندز، وردګ هلمند، کونړ او زابل ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳ تنه هم مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۴۹۱ تنو ته لوړ شو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۸۱تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره ټول روغ شوو کسانو شمېر۵۰۵۰۸ تنو ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن سې شنبې تر غرمې جون ۱۶(غبرګولې۲۷) پورې په نړۍ کې ۴۳۷۲۸۲ تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او څه باندې اته میلیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG