د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ افغانستان کې ۱۱تنه مړه او ۳۶۷نور پرې اخته شوي


کرونا ویروس افغانستان کې تر دا مهاله ۸ تنه مړه کړي
کرونا ویروس افغانستان کې تر دا مهاله ۸ تنه مړه کړي

د افغانستان د روغتیا وزارت مسؤلین په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۳۰ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکوي.

د روغتیا وزارت مسؤلین وايي، دغه ۳۰ پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل او هرات په لابراتوارونو کې د معایناتو پر مهال تثبیت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۱۶ یې په هرات، ۳ نیمروز، ۶ کابل، ۲ کندز، ۲ فاریاب، او یوه هم په دایکندي ولایت کې ثبت شوې ده.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۶۷ تنه ورسېد چې تر ټولو زیاتې یې په هرات، کابل او تر هغه وروسته په کندهار کې ثبت شوي دي.

په یادو پېښو کې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت څلور سرتیري نه دي شامل.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن دوشنبه اپرېل ۶(وري۱۸) خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته کسانو کې ۷۳ سلنه نارینه او ۲۷ سلنه ښځې دي چې په وینا یې ښځې د نارینه‌وو په پرتله لږ په دغه ویروس اخته کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې تر دا مهاله یوازې په هرات ولایت کې د کرونا ویروس ۲۵۴ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۱۶۶ یې نارینه او ۸۸ یې ښځې دي.

هغه وویل چې تېره ورځ په کابل کې یو تن او په بلخ کې دوه تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي چې په دې سره د مړو شوو کسانو شمېر ۱۱ تنو او له یاد ویروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۱۸ تنو وته ورسېد.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د دوشنبې تر سهار اپریل۳۶ (وري۱۸) پورې ۶۹۴۷۹کسان مړه کړي او تریو میلیون زیات پرې اخته دي. دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۱ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG