د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان شپږو ولایتونو کې د کرونا تازه ۵۸مثبتې پېښې ثبت شوي


د کرونا ویروس په لومړي ځل د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.
د کرونا ویروس په لومړي ځل د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

د افغانستان روغتیا وزارت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۵۸ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ چې ۲۸ یې یوازې په کندهار ولایت کې دی.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن دوشنبه اپریل ۱۳ (وري ۲۵) خبریالانو ته وویل چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۶۶۵ ته ورسېد.

ښاغلي مایار زیاته کړه چې له دغو تازه پېښو څخه ۲۸ کندهار، ۷ هلمند، ۱۳ کابل، ۶ نیمروز، ۳ تخار او یوه هم په کندز کې ثبت شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په افغانستان کې د کروناویروس له امله ۲۱ تنه مړه شوي او ۳۸ نور له دغه ناروغۍ څخه بیرته روغ شوي دي.

ښاغلي مایار زیاته کړه چې د ډاکټر اریوبي په نوم د کابل د «صحت طفل» روغتون یو ډاکټر او خور یې چې په پدې وروستیو کې له امریکا څخه هیواد ته راغلي و د کروناویروس له امله ساه ورکړې ده.

هغه په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو زیاتېدو خبر داری ورکړ او له خلکو څخه یې وغوښتل چې له یاد ویروس څخه د خوندیتوب په هدف د روغتیا وزارت وقایوي لارښوونې عملي کړي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کروناویروس د نن دوشنبې تر سهار اپریل ۱۳ (وري ۲۵) پورې ۱۱۴۲۶۹ کسان مړه کړي او نژدې دوه میلیون پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG