د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي ګرځبندیز وغځوه؛۳۰۰ نور وګړي یې په کرونا اخته شوي


کرونا د خلیج د نورو هېوادونو په پرتله سعودي ډېر کسان مړه کړي
کرونا د خلیج د نورو هېوادونو په پرتله سعودي ډېر کسان مړه کړي

د سعودي‌ حکومت د یکشنبې په ورځ‌ اپریل ۱۲ (وري ۲۴) په تازه اقدام کې په دغه هېواد کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره د ګرځبندیز موده تر نامعلومې نېټې پورې وغځوله.

په سعودي کې د مارچ له ۲۳ نېټې راهېسې ګرځبندیز اعلان شوی دی. دا اقدام داسې مهال کوي چې ۳۰۰ نور وکړي یې تازه په کرونا اخته شوي دي.

کرونا په سعودي کې تر دې دمه ۵۶ کسان مړه کړي دي ‌او ۴۴۶۲ نور پرې اخته شوي دي.

سعودي خپلو وګړیو ته ویلي‌ دي چې له ضرورت پرته دې د باندې نه وځي. په سعودي کې د ماسپښین له دریو بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې په تګ راتګ بندیز وي.

سعودي عربستان د عمرې حج هم بند کړی، نړیوال پروازونه یې ځنډولي او ټول عامه ځایونه یې بند کړي ‌دي. داسې اندېښنې شته که حالت همداسې روان وي ښايي سږکال د حج مراسم هم ټکني شي.

د خلیج په هېوادونو کې کرونا تر ټولو ډېر کسان په سعودي کې مړه کړي دي. د خلیج په عربو هېوادونو کې ټولټال ۱۴۰۰۰ کسان په کرونا اخته شوي او ۹۶ نور مړه شوي‌دي.

په همدې حال کې متحدو عربو اماراتو ویلي د هغو هېوادونو په ضد به اقدامات کوي چې خپل کاریګر بېرته نه وربولي. د خلیج هېوادونه ځینې کاریګر چې د کار موده یې پوره شوې، په رخصتۍ تللي دي‌، یا یې دندې ځنډول شوې او یا کوم بل دلیل دی، بېرته خپلو هېوادونو ته استوي.

میلیونونه کاریګر د خلیج په هېوادونو کې کار کوي چې د افغانستان او پاکستان په ګډون د هند،‌ نیپال، مالیزیا، اندونیزیا او فلپین کاریګر په کې زیات دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبرپه میاشت کې د چون د ووهان په ښار کې خپور شو. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون وايي‌ چې دا ویروس دا مهال د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې خپور شوی دی.

کرونا تر دې دمه په نړۍ کې شاوخوا ۱۱۲۰۰۰ کسان مړه کړي او څه باندې ۱.۸ میلیون نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG