د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ افغانستان کې ۵۰ تنه مړه او څه باندې ۱۵۰۰ نور پرې اخته دي


تر اوسه ۲۰۷ تنه له کرونا څخه بیرته جوړ شوي دي
تر اوسه ۲۰۷ تنه له کرونا څخه بیرته جوړ شوي دي

د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د کروناویرس له کبله د مړو او پرې د اخته کسانو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د کروناویروس له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې افغانان مړه شوي دي چې په دې سره په دغه هېواد کې د کرونا له کبله د مړو شمېر ۵۰ تنو ته ورسېد.

په دغو کسانو کې یې دوه په غزني او یو یې په هرات کې مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت وايي په ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۲ کسان معاینه شوي چې ۶۸ ته یې په کرونا ویروس اخته دي.

د روغتیا وزارت نن یکشنبه اپرېل۲۶ (غويي ۷) وویل: " ۱۳ کسان په غزني،۱۱ په پکتیا، نهه په پکتیکا، اته په بلخ، شپږ په بادغیس، شپږ په کابل، څلور په ننګرهار، څلور په هرات، درې په لغمان، درې په خوس خوست او یوه هم په بغلان ولایت کې دي."

په دې سره ترې دمه په افغانستان کې په کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۵۳۱ ته ورسېد. له سره-سره تر دې دمه په افغانستان کې ۲۰۷ کسان چې په کرونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په دغه هیواد کې ۸۰۹۰ کسان معاینه شوي چې په دغه ویروس خو به اخته نه وي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانز هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د یکشنبې تر غرمې اپریل۲۶ (غويي۷) پورې ۲۰۳۰۴۴ کسان مړه کړي او تردوو میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG