د لاس رسي وړ اتصالات

څه باندې ۷ میلیونه افغان ماشومان د خوراکي موادو کمښت سره مخ دي ـ راپور


راپور وايي باید اړمنو کورنیو ته مرستې ورسول شي
راپور وايي باید اړمنو کورنیو ته مرستې ورسول شي

د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره وايي، د دوی د څېړنو له مخې د افغانستان د نفوس یو پر دریمه برخه د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي چې ۷.۳ میلیونه یې یوازي ماشومان تشکیلوي.

یاد دفتر د جمعې په ورځ مې لومړۍ(غويي۱۲) پخپل راپور کې ویلي، په داسې حال چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف بازارونه تړل شوي ورسره سم د افغانستان په لویو ښارونو کې د خوراکي موادو بیې هم لوړي شوي دي.

د ماشومانو د ملاتړ دغه نړیوال بنسټ زیاتوي چې په نړۍ کې د کووید ۱۹ بحران تر رامنځته کېدو مخکې په افغانستان کې یوازې د حګړو له امله د اړمنو ماشومانو شمېر ۵.۲۶ میلیون تنو ته رسېدی چې اوس دغه شمېر زیات شوی دی.

د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره زیاتوي چې د بازارونو د تړل کېدو له امله عرضه کمه خو تقاضا زیاته شوې چې په وینا یې یوازې په تیره میاشت کې د وریجو او غړو بیو کې ۲۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

اعلامیه وايي د خوړو د تازه راپور له مخې تر پنځه کلنۍ کښته شااوخوا دوه میلیون ماشومانو د سختې لوږې له امله ځوریږي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې د افغانستان د برخې مشر تیموتي بیشپ ویلي،د خوراکي موادو کمښت کېدای شي د افغان ماشومانو پر جسمي او روحي ودې باندې تاثیر وکړي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول له مرسته کوونکو هیوادونو څخه غوښتي چې په لیري پرتو سیمو کې اړمنو کورنیو،ماشومانو، امیندوارو، مېرمنو او اړ کسانو ته د غذايي موادو رسېدو په برخه کې مرستې وکړي تر څو په خوارځواکۍ ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو مخه ونیول شي.

راپور وايي چې ماشومان د کرونا ویروس په مقابل کې د قوي دفاعي سیستم په لرلو سره قوي او ګټورو خوړو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" هم ویلي و چې افغانستان د ۱۱.۳ میلیونو ماشومانو په درلودلو سره په نړۍ کې درییم هیواد دی چې ماشومان یې په ډیرو بدو حالاتو کې ژوند کوي او د خوړو ستونزې سره مخ دي.

ثونیسف ویلي چې په افغانستان کې دوه نیم میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له رنځ څخه کړیږي چې په دغه شمیر کې شاوخوا ۷۰۰ زره یې په عاجل ډول غذایي مرستې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG