د لاس رسي وړ اتصالات

کوم ماسک د کرونا ویروس د خپریدو په مخنیوي کې ګټور دی؟


څیړنو ښودلي چې ماسک ګټه رسولی شي
څیړنو ښودلي چې ماسک ګټه رسولی شي

د کروناویروس د خپریدو سره سم، د نړۍ په مختلفو برخو کې صحي بنسټونو خلک د ماسک اغوستلو ته تشویق کړي دي څو د ویروس د خپریدو مخه ونیول شي.

د ماسکونو کموالی ددې لامل شو چې یو شمیر کسان په خپلو کورونو کې ماسکونه جوړ کړي او یو شمیر نورو بیا له کور څخه د وتلو پرمهال خوله او پوزه په یوه دستمال ساتله. خو دلته پوښتنه داده چې د خولې او پوزې کوم ډول پوښښ کولای شي له ویروس څخه انسان وساتي.

هیڅ یوه طبي او صحي بنسټ د ماسک د نوعیت او د هغو موادو په اړه چې ددې محصول لپاره کارول کیږي، لارښونه نده کړې، له همدې امله په یوې نوې څیړنه کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره د مختلفو ټوټو د موثریت په اړه پلټنې شوي دي.

https://aip.scitation.org/doi/10.1063/5.0016018

ددې څیړنې موندنې ښيي چې طبي N95 ماسکونه په لومړي درجه او د جراحي عادي ماسکونه په دویمه درجه کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره موثر ماسکونه شمیر لکیږي، اما په هغه شرط چې دا ماسکونه د انسان له مخ سره مناسب او برابر وي.

څیړونکو حتي دا ویلي دي پر یوه څادر هم د خولې او پوزې تړل کیدل هم ګټه رسولی شي، خو که دا ټوټه نازکه وي ویروس کولای شي ورڅخه تیر شي.

ددې څیړنې جګپوړي څیړونکي سیدارتا ورما ویلي که په کور کې ماسکونه جوړیږي ، غوره ده چې په منځ کې یې د مالوچو یو سطحه کیښودل شي څو ماسک د ویروس مخه ونیسي.

هغه وویل:" د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره پکاره ده چې په کور کې د جوړیدونکو ماسکونو لپاره له باکیفیته ټوټو څخه کار واخیستل شي او ماسک په داسې یوه شکل وګنډل شي چې څنډې یې له مخ سره ونښلیږي."

په هر صورت، ددې تضمین نشته چې حتي غوره او موثرترین ماسکونه دي وکړای شي سل په سلو کې د ویروس د داخلیدو مخه ونیسي، نو له همډې امله ډاکټران او طبي څیړونکي د فزیکي واټن او په تکرار سره د لاسونو د مینځلو په شان د روغتیايي لارښونو په عملي کیدو ټینګار کوي.

همدارنګه د کرونا ویروس د خپریدو د مخینوي لپاره په سرپټيو ځایونو کې د ډیرو کسانو په نه راغونډیدو هم ټینګار شوی دی.​

XS
SM
MD
LG