د لاس رسي وړ اتصالات

آیا کروناویروس د مور جنین ته انتقالیږي؟


د مور په نس کې ماشوم ته د کرونا ویروس د انتقال په اړه بحثونه روان دي
د مور په نس کې ماشوم ته د کرونا ویروس د انتقال په اړه بحثونه روان دي

ډیر ویروسونه کولای شي له پلاسنتا څخه تیر او د مور په رحم کې جنین ککړ کړي، اوس یو شمیر شواهد ښکاره کوي چې ممکن کروناویروس هم له دې طریقه خپور شي.

پوهان په دې باور دي چې کروناویروس له مور څخه جنین ته د انتقال وړ دی، خو دا کار ډیر نادر بریښي.

پوهانو په ایټالیا کې ۳۱ هغه امیندواره میرمنې چې په کروناویروس اخته وي او ماشومان یې په مارچ او اپریل میاشتو کې پیدا شوي دي، څارلي دي. څو هغه بیلګې چې د نوم (ناف) له وینو او پلاسنتا څخه اخیستل شوې وي او په یوه مورد کې د مور په شیدو کې د ویروس علایم ثبت شوي، وګوري.

خو دا ډول ازماښتونه یوازې کولای شي جنیتیکي مواد تشخص کړي. دا په دې معني نده چې ویروس د بدن په هغو برخو کې د مکروب د رامنځ ته کیدو وړتیا لري.

په یو مورد کې، قوي شواهد ښکاره کوي چې ماشوم د زیږون پرمهال په کروناویروس اخته و ځکه د ویروس علایم د نوم په وینه او پلاسنتا کې موجود وو.

بلخوا یو بل ماشومان د کروناویروس خاص انتي بادي درلوده چې له پلاسنتا څخه د تیریدو وړتیا نلري، یعني چې دا انتي بادي له مور څخه ندي ورغلي او د ماشوم په وجود کې رامنځ ته شوې وې.

بلخوا د یو بل ماشوم د کروناویروس ازمایښت چې مور یې د زیږون پرمهال د ویروس د علایمو پرمهال د فرانسې په یوه روغتون کې بستري وه، له ولادت وروسته روښانه شوه چې ماشوم د ولادت پرمهال د ناروغي اعراض او علایم درلودل.

د امریکا د صحت د ملي انستیتوت څیړنو ښکاره کړې، کروناویروس ځکه له مور څخه جنین ته انتقال نه کوي چې په پلاسنتا هغه دوه مواد نشته چې حجراتو ته ددغه ویروس د انتقال لپاره پکار دي. برعکس نور هغه زیات مواد چې زیکا او نور ویروسونه یې د بدن حجراتو ته د نفوذ لپاره اړتیا ورته لري ، په پلاسنتا کې شته.

تر اوسه اکثریت څیړنې په هغو میرمنو شوي چې د امیندوارۍ په وروستیو ورځو کې په کرونا ویروس اخته وې. پوهان وايي پکار ده چې د امنیدوارۍ په لومړیو پړاوونو کې د کرونا ویروس د تاثیراتو په اړه ډیر تحقیقات وشي.

متخصصین امنیدواره میرمنو ته سپارښتنه کوي چې د نورو کسانو په څیر، په عامه ځایونو کې ماسک واغوندي، لاسونه په مکرر ډول ومینځي او دوه متره واټن مراعت کړي.

XS
SM
MD
LG