د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې۳۶۴۷۳ ته پورته شوې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۰۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۱ تن ورڅخه مړ شوی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه جولای۲۹ (زمري۸) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۰۸مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۰۵ یې مثبت ثابت شوي دي.

د یاد وزارت وزارت د معلوماتو پر اساس، په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۶۴۷۳ ته ورسېد.

له یادو پېښو څخه ۱۷ په کابل، ۳۶ هرات،۱۲ بامیان،۲ ننګرهار،۶ دایکندي او ۳۶ په غور ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله په کابل ولایت کې یو تن مړ شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۲۷۱ تنو ته پورته شو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغو شوو کسانو شمېر ۲۵۳۸۹ ته پورته شوی دی.

کرونایروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن چهار شنبې تر ورځې جولای ۲۹مه (زمري ۸) په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۶۶۰۴۰۷تنه مړه شوي او څه باندې ۱۶ میلیونه نور ورباندې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG