د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۱۰۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۰۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۱۰ تنو ورڅخه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه جولای۲۷(زمري۶) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۷۱مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۰۶ یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۶۲۶۳ تنه ورسېد.

له یادو پېښو څخه ۱۴ په کابل، ۱۶ هرات،۳ تخار، ۹ بامیان ،۲۱ بادغیس ،۱۳ دایکندي، ۲بدخشان،۱لغمان،۶ غور،۱ پنجشېر او ۲۰ په فراه ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په څلورو ولایتونو کابل، هرات، بلخ او غور کې د کرونا ویروس له امله ۱۰ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۲۶۹ تنو ته پورته شو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۵۱۹۸ته پورته شوو.

د کرونایروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن دوشنبې تر ورځې جولای ۲۷مه (زمري ۶) په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۶۴۸۹۶۶تنه مړه شوي او څه باندې ۱۶ میلیونه نور ورباندې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG