د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۱۱ تنه کرونا نیولي یو تن مړ شوی


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۱۱ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او یو تن ورڅخه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن جمعه اګست۲۸مه(وږې۷مه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۵۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۱ مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۶ په کابل، ۱ پکتیا او ۴ په بامیان ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې په دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۱۴۰ ته پورته شوو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په تیره شپه او ورځ کې پکتیا ولایت د کرونا ویروس له امله یو مړ شوی چې په وینا یې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۱۳۹۸ تنه ته پورته شوو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې په پکتیا ولایت کې له کرونا ویروس څخه ۱۳۰ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۲۹۰۵۹ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تیرې سې شنبې را وروسته د کرونا ویروس په اړه نوې معلومات نه و شریک کړي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله نړۍ کې څه باندې ۲۴ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۸۳۱زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG