د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۴۰ تنه کرونا نیولي ۱۰ نور مړه شوي


افغانستان کې د کروناویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۸۵۵ ته ورسېد
افغانستان کې د کروناویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۸۵۵ ته ورسېد

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کروناویروس ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکتر اکمل سمسور نن چهارشنبه سپټمبر ۱۶ (وږې ۲۶) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۱۶۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۴۰ یې مثبت ثابت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې سره په دغه هیواد کې د کروناویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۸۵۵ ته ورسېد.

د افغانستان د روغتیا وزارت د ویاند د معلوماتو په اساس په تیره شپه او ورځ کې ۱۰ تنه د کروناویروس له امله مړه شوي چې په دې سره په دغه هیواد کې له کرونا څخه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۱۴۳۶ تنو ته پورته شوو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۴۰۵ تنه بیرته له کروناویروس څخه روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شویو کسانو شمېر ۳۲۵۰۲ تنو ته لوړ ورسید.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دامهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۹ میلیون کسان په اخته شوي او څه باندې ۹۳۵زره کسان ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG