د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا ویروس ۶۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دوه تنه مړه شوي


په افغانستان کې ۳۳۰۴۵ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۶۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن چهار شنبه اکتوبر ۷ (تلې ۱۶) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۷۰ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۶۲ مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۵۴۸ ته پورته شو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو تنو په مړه کېدو سره د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۶۹ تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت وايي چې تر دا مهاله په افغانستان کې ۳۳۰۴۵ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او ډیر ژر په وبا واوښت او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۵ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG