د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا ویروس ۹۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي


د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۷۹۹ ته پورته شو.
د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۷۹۹ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۹۶مثبتې پېښې ثبت شوي او څلور تنه نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه اکتوبر ۱۱ (تلې ۲۰) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۷۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۹۶ مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۷۹۹ ته پورته شو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو تنو په مړه کېدو سره د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۷۷ تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت وايي چې تر دا مهاله په افغانستان کې ۳۳۱۱۴ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او ډیر ژر په وبا واوښت او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۷ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG