د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه لس تنه په کرونا اخته شوي، یو تن مړ شوی


د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۷۰۳ ته پورته شو.
د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۷۰۳ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او یو تن مړ شوی دی.

روغتیا وزارت نن شنبه اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۹) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۱۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۰ مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۷۰۳ ته پورته شو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یو تن په مړه کېدو سره د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۷۳ تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت وايي چې تر دا مهاله په افغانستان کې ۳۳۰۶۴ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او ډیر ژر په وبا واوښت او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۶ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG